جرمنی افغانستان ته نور پوځیان استوی
-
دافغانستان ټول خلک له خپل هیواد څخه دخارجي عسکرو د وتلو غوښتونکي دي .
زمونږخبریال وایی دجرمنی دبهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل چې ناڅاپه افغانستان ته تللی دی وویل کابل د جرمنی نورو پوځیانو ته ضرورت لری او جرمنی به افغانستان ته نور پوځیان واستوی .
هغه وویل افغانستان ته دجرمنی دنوروعسکرو د استولو فیصله به پارلمان وکړی او همداس اوس په افغانستان کښې د جرمنی زر(۱۰۰۰) عسکر دناټو په چوکاټ کښې فعالیت کوی .
د امریکا، انګلستان او دناټو دغړیو هیوادونو لخوا دافغانستان له نیواک وروسته نه یوازې په دغه هیواد بلکې په ټول سیمه کښې ناامنۍ زیاته شوی او د نشه ایزو موادو کر او د وسلو قاچاق هم ډیر شوی دی .
په افغانستان کښې دامریکا ،انګلستان او دناټو پوځی شتون دسیمې لپاره د مشکلاتو اود ناامنیو له رامینځته کولو پرته بل هیڅ ګټه نه ده لرلی .
دافغانستان ټول خلک له خپل هیواد څخه دخارجی عسکرو د وتلو غوښتونکی دی .