جرمنی افغانستان ته نور پوځیان استوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61723-جرمنی_افغانستان_ته_نور_پوځیان_استوی
زمونږخبریال وایی دجرمنی دبهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل چې ناڅاپه افغانستان ته تللی دی وویل کابل د جرمنی نورو پوځیانو ته ضرورت لری او جرمنی به افغانستان ته نور پوځیان واستوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2017 02:28 Asia/Kabul
  • دافغانستان ټول خلک له خپل هیواد څخه دخارجي عسکرو د وتلو غوښتونکي دي .
    دافغانستان ټول خلک له خپل هیواد څخه دخارجي عسکرو د وتلو غوښتونکي دي .

زمونږخبریال وایی دجرمنی دبهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل چې ناڅاپه افغانستان ته تللی دی وویل کابل د جرمنی نورو پوځیانو ته ضرورت لری او جرمنی به افغانستان ته نور پوځیان واستوی .

هغه وویل افغانستان ته دجرمنی دنوروعسکرو د استولو فیصله به پارلمان وکړی او همداس اوس په افغانستان کښې د جرمنی زر(۱۰۰۰) عسکر دناټو په چوکاټ کښې فعالیت کوی .

د امریکا، انګلستان او دناټو دغړیو هیوادونو لخوا  دافغانستان له نیواک وروسته نه یوازې په دغه هیواد بلکې په ټول سیمه کښې ناامنۍ زیاته شوی او د نشه ایزو موادو کر او د وسلو قاچاق هم ډیر شوی دی .

په افغانستان کښې دامریکا ،انګلستان او دناټو پوځی شتون دسیمې لپاره د مشکلاتو اود  ناامنیو له رامینځته کولو  پرته بل هیڅ ګټه نه ده لرلی .

دافغانستان ټول خلک له خپل هیواد څخه دخارجی عسکرو د وتلو غوښتونکی دی .