دامریکا د ولسمشر مرستیال افغانستان ته لاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61727-دامریکا_د_ولسمشر_مرستیال_افغانستان_ته_لاړ_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس(Mike Pence) بیګا په یوه(۱) نه اعلان شوی سفر کښې افغانستان ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2017 02:58 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې دامریکا د عسکرو قوماندان جنرال جان نیکولسن هم  د ولسمشر مرستیال مایک پنس(Mike Pence)  ته معلومات ورکړل .
    په افغانستان کښې دامریکا د عسکرو قوماندان جنرال جان نیکولسن هم د ولسمشر مرستیال مایک پنس(Mike Pence) ته معلومات ورکړل .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس(Mike Pence) بیګا په یوه(۱) نه اعلان شوی سفر کښې افغانستان ته ورسید .

مایک پنس لومړۍ د افغانستان په بګرام سیمه کښې د امریکا دپوځی اډې کتنه وکړه .

هغه په بګرام کښې په پوځی اډې کښې دامریکا له عسکرو سره په کتنې کښې دخپل هیواد سلګونو عسکرو ته په وینا کښې وویل زه باوری یم چې له مخکې څخه زیات بریالیتوب نږدی دی .

دامریکا دولسمشر مرستیال مایک پنس (Mike Pence) دخپل هیواد عسکرو ته وویل د  تاسو په وجه مونږ په امن کښې یوو او مونږ دتاسو په وجه ازاد یوو اوزیاته یې کړه د تاسو په وجه په افغانستان ، امریکا او نورې نړۍ کښې ازادۍ راتلونکی لری .

په افغانستان کښې دامریکا د عسکرو قوماندان جنرال جان نیکولسن هم  د ولسمشر مرستیال مایک پنس(Mike Pence)  ته معلومات ورکړل .

دامریکا دولسمشر مرستیال مایک پنس بیا (Mike Pence) کابل ته ورغی او له ولسمشر اشرف غنی او د ملی وحدت دحکومت له اجرایی مشر عبدالله عبدالله سره یې کتنې او خبرې وکړې .

کابل ته دامریکا د ولسمشر دمرستیال مایک پنس (Mike Pence) دغه سفر په داسې حال کښې وشو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست دمیاشتې په یویشتمه(۲۱) نیټه د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ ستراتیژۍ اعلان کړی وه او ویلی یې وو چې واشنګټن به افغانستان ته نور څلور زره(۴۰۰۰) پوځیان واستوی .

حاضردمه امریکا په افغانستان کښې پینځلس زره(۱۵۰۰۰) پوځیان لری او احتمال شته چې د راتلونکی میلادی کال په لومړیو کښې په سلګونو نور پوځیان هم افغانستان ته ولیږی .