دامریکا دځوړتیا په لور یو بل ګام
دملګروملتو په یو سل درې نوی غړو کې یو سل اته ویشتو غړو دامریکا د وروستۍ فیصلې په خلاف او نهو هیوادونو هم دامریکا په ملاتړ کې رائ ورکړه ، او ۳۵هیوادونو په دغې رائ اچونې کې برخه وانخسته او ۲۱هیوادونو هم له خپلو رایو استفاده ونه کړه .
بلاخره هم دملګروملتو عمومی اسمبلۍ په چورلټ اکثریت سره دصهونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دبیت المقدس دپه رسمیّت پیژنې مشتمله دامریکا دفیصلې په ضد پریکړه لیک تصویب کړ او په دې اړه ئې امریکا ته په یوه خوله : نه : ووئیل .
زمونږخبریال دفرانس پریس آژانس له قوله راپور راکړ دملګروملتو په یو سل درې نوی غړو کې یو سل اته ویشتو غړو دامریکا د وروستۍ فیصلې په خلاف او نهو هیوادونو هم دامریکا په ملاتړ کې رائ ورکړه ، او ۳۵هیوادونو په دغې رائ اچونې کې برخه وانخسته او ۲۱هیوادونو هم له خپلو رایو استفاده ونه کړه .
دغه پریکړه لیک چې دمصر له خوا لومړی امنیت شورا ته وړاندې شوی ؤ او وروسته بیا د تیرې دوشنبې په ورځې دملګروملتو عمومی اسمبلۍ ته وړاندې شو چې د امنیت شورا څوارلسو غړو هیوادونو هم ورځینی ملاتړ کړی ؤ ،خو امریکا دغه مسوده ویټو کړې وه او په ملګروملتو کې دامریکا سفیرې نیکی هیلې دامنیت شورا پر غړو په نیوکې سره وئیلی وو چې امریکا به دغه ورځ هیره نه کړی . هغې همداراز په سپین سترګیتوب سره وئیلی وو چې هیڅ ډول رای ګیری دامریکا فیصله نشی بدلولی .هغې البته هیوادونه دامریکا په خلاف د رای ورکونې په نسبت ګواښلی هم دی .همداراز دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هم ګواښ کړی چې دهغو هیوادونو مرستې به چې د امریکا دفیصلې په خلاف ئې رای ورکړی وی ،کمې کړی .
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې هم په دې باب دپاکستان په پیښور کې د نیوز ورځپاڼې له بیورو چیف اوتکړه ژورنالیسټ رحیم ا...یوسفزی پوښتنه کړ ې چې هغه هم په ځواب کې وئیلی دی ، دالومړنی ځل دی چې امریکا پخپل تاریخ کې د ډیپلوماټیک او سیاسی پلوه له سترې ماتې سره مخامخ شوې ده ، چې لومړی دملګروملتو په امنیت شورا کې پخپله له امریکا پرته ټولو څوارلسو غړو دامریکا دوروستۍ فیصلې په خلاف رایه ورکړه اوحتی دانګلستان ،فرانسې په څیر د هغې سټراټژیکو متحدانو هم دامریکا دسپیرې فیصلې په خلاف رایه ورکړه او همداراز دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې هم بلاخره غړو هیوادونو په چورلټ اکثریّت سره داسرائیلو دپلازمینې په توګه دبیت المقدس دپه رسمیّت پیژندنې لپاره د امریکا فیصله رد کړه . دا لومړنی ّځل دی چې زیاتره هیوادونو د امریکا غلط سیاست ته هو! ونه وئیل ، په دغې رای ګیرۍ کې د دمصر ،پاکستان افغانستان په څیر هیوادونه چې د امریکا سټراټژیک متحدان شمیرل کیږی ، هم په دغې پریکړه لیک کې د امریکا په مخالف لوری کې شامل وو . دا یعنی په نړۍ کې یو ستر بدلون په رامینځةکیدو دی او دامریکا د ځوړتیا لاره هیوادونو پیژندلې ده او په جراءت سره ئې امریکا نه :نه : ووئیل . ښاغلی رحیم ا... یوسفزئ همداراز هغو هیوادونو ته د ا مریکا د مرستو دکمیدا یا غوڅیدا ګواښ ته په اشارې سره چې د ا مریکا په خلاف ئې رایه ورکړې هم ووئیل ، امریکا هیڅکله هم دخدای په خاطر ، دبې وزلۍ په خاطر او د خلکو داړتیاؤ په خاطر له هیوادونو سره مرستې نه کوی ، بلکې دخپلو ګټو دخپلو سپیرو تمو دپوره کیدا په خاطر له دغه شان هیوادونو سره مرستې کوی چې واکوالان ئې لاس پوڅی دی او یا دیکتاتوران دی او دامریکا ګټې دخپلو ملتونو پر ګټو برلاسه ګڼی . هغه همداراز په دې باب د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره چې پاکستان پابند دی ، دامریکا لپاره کار وکړی ، ځکه هرکال په میلیارډونو ډالری مرستې ترې اخلی ، ووئیل ، دغو مرستو په پاکستان کې له مالی پلوه هیڅ ډول بدلون نه دی راوستی، بلکې دغه مرستې دامریکا دسپیروموخو په خاطر پآکستان ته ورکول کیږی . هغه زیاته کړې ، دپاکستان په اویا کلن تاریخ کې ، امریکا له پاکستان سره پنځوس میلیارډ ډالری مرستې کړی دی ،خو باید ولیدل شی ، دغه مرتسه چرته لګول شوی دی او پاکستان د دغو مرستو په بدل کې څه څه خدمتونه کړی دی ؟، د سیټو ،سنټوتړونونو، بغداد تړون او ورپسې له پخوانی شوروی سره په جنګ کې او همداراز له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې پاکستان هماغه راز دامریکا د یوه نوکر په څیر خدمات ترسره کړی دی . خو له بده مرغه په نتیجې کې ئې پاکستان نه یوازې د دغو مرستو په وړاندې څو چنده زیات تاوانونه لیدلی دی ، بلکې دپاکستان ولس دترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو په څیر سپیرو بلاګانو سره اوس هم د امریکا د دغو مرستو او د هغوپه وړاندې د پاکستان د و اکوالانو دسرټیټی په خاطر ورسره لاس او ګریوان دی .
(لیکوال :عاشق حسین طوری )