په امریکاکې څوک شته چې دبهرنیواړیکو په لومړیتوب فکر وکړی ؟
ریچرډهاس بهرنۍ مرستې دامریکا په دوستانو کې د ظرفیّت جوړونې آوزار وبللې ، څو دوی دضرورت په موقعو کې له واشنګټن سره ملګرتیا وکړی ، او دا داسې کِلی نه ده چې په ګوتې سره آن آف شی .
زمونږخبریال راپور راکړ دامریکا دبهرنیو اړیکو دشورا مشر ریچرډهاس پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په ملګروملتو کې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګواښونکی کړچار په سختو نیوکو سره وئیلی دی ، آیا په دغه هیواد کې څوک نشته چې دبهرنیو اړیکو په لومړیتوب فکر وکړی ؟
ریچرډ هاس په دغه پیغام کې لیکلی دی و دټرمپ حکومت خیال کوی ، له اسرائیلی رژیمه په ملاتړ کې نور حکومتونه اوملګری ملتونه ګواښلی شی او بیا تمه وکړی، نور له امریکا سره په شمالی کوریا اویا ایران ددباؤ داچولو لپاره ورسره ملګرتیاوکړی .
ریچرډهاس بهرنۍ مرستې دامریکا په دوستانو کې د ظرفیّت جوړونې آوزار وبللې ، څو دوی دضرورت په موقعو کې له واشنګټن سره ملګرتیا وکړی ، او دا داسې کِلی نه ده چې په ګوتې سره آن آف شی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په ملګروملتو کې دامریکا استازې نیکی هیلې دپنجشنبې په ورځې دصهونیسټ رژیم په پلازمینې دقدس د په رسمیّت پیژندې د واشنګټن د اقدام د ردونکی پریکړه لیک په باب دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ د رای ګیرۍ په وخت ګواښ کړی ، هغه هیوادونه چې دامریکا په ضد رای ورکړی ، دامریکا له مرستو محرومیږی .
کارپیژاند وائی د دغه ګواښ اجرا د چین اوروسیې په څیر د هیوادونو له هرکلی سره مخامخ کیږی څو په نړیوال نظام کې د امریکا ځای ډک کړی .