تاجیکستان په افغانستان کښې دداعش په شتون اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61837-تاجیکستان_په_افغانستان_کښې_دداعش_په_شتون_اندیښنه_وښودله
تسنیم خبری اژانس وایی د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان د افغانستان په شمال کښې د داعش ترهګرې ډلې په شتون اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2017 01:06 Asia/Kabul
  • دداعش ترهګرې خارجي غړي چې افغانستان ته تللي دي د فرانسې او د الجزایر ښاریز دي .
    دداعش ترهګرې خارجي غړي چې افغانستان ته تللي دي د فرانسې او د الجزایر ښاریز دي .

تسنیم خبری اژانس وایی د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان د افغانستان په شمال کښې د داعش ترهګرې ډلې په شتون اندیښنه څرګنده کړه .

هغه پرون له افغانستان سره د تاجیکستان ګډ اوږده سرحد ته په اشارې سره وویل تاجیکستان د افغانستان په شمال کښې د داعش ډلې دشتون په هکله بې تفاوته نشی پاتې کیدلای .

داپه داسې حال کښې دی چې د افغانستان د ملی وحدت دحکومت اجرایی مشر محمد محقق څه موده مخکې ویلی وو په عراق او سوریې کښې د داعش ډلې له ماتی وروسته دغه ډول په پلان شوی ډلو دافغانستان  شمال ته منتقله کړې شوی ده .

څه موده مخکې فرانسې خبری اژانس هم په افغانستان کښې د داعش ډلې دخارجی وګړو دشتون خبر ورکړی وو .

ددغه راپور پراساس دداعش ترهګرې خارجی غړی چې افغانستان ته تللی دی د فرانسې او د الجزایر ښاریز دی .

امریکا اوس د پاکستان  او دافغانستان د استخباراتې ادارې د ځینو کړیو په مرستې سره پلان لری چې دداعش ډلې فعالیتونه افغانستان او د مرکزی اسیا هیوادونو ته وغزوی چې د چین او د روسیې لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .