تاجیکستان په افغانستان کښې دداعش په شتون اندیښنه وښودله
-
دداعش ترهګرې خارجي غړي چې افغانستان ته تللي دي د فرانسې او د الجزایر ښاریز دي .
تسنیم خبری اژانس وایی د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان د افغانستان په شمال کښې د داعش ترهګرې ډلې په شتون اندیښنه څرګنده کړه .
هغه پرون له افغانستان سره د تاجیکستان ګډ اوږده سرحد ته په اشارې سره وویل تاجیکستان د افغانستان په شمال کښې د داعش ډلې دشتون په هکله بې تفاوته نشی پاتې کیدلای .
داپه داسې حال کښې دی چې د افغانستان د ملی وحدت دحکومت اجرایی مشر محمد محقق څه موده مخکې ویلی وو په عراق او سوریې کښې د داعش ډلې له ماتی وروسته دغه ډول په پلان شوی ډلو دافغانستان شمال ته منتقله کړې شوی ده .
څه موده مخکې فرانسې خبری اژانس هم په افغانستان کښې د داعش ډلې دخارجی وګړو دشتون خبر ورکړی وو .
ددغه راپور پراساس دداعش ترهګرې خارجی غړی چې افغانستان ته تللی دی د فرانسې او د الجزایر ښاریز دی .
امریکا اوس د پاکستان او دافغانستان د استخباراتې ادارې د ځینو کړیو په مرستې سره پلان لری چې دداعش ډلې فعالیتونه افغانستان او د مرکزی اسیا هیوادونو ته وغزوی چې د چین او د روسیې لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .