مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61881-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی لیکل شوی دی:« د عربی نړۍ ډیر پانګوال کس، د علنی محاکمې غوښتنه وکړه»
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2017 12:17 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی لیکل شوی دی:« د عربی نړۍ ډیر پانګوال کس، د علنی محاکمې غوښتنه وکړه»

 

د عربی نړۍ ډیر پانګوال سړی«ولید بن طلال» د نړۍ په ډیر لوکس محبس کی له دؤو میاشتو بند وروسته، داسی بریښی چی د سعودی عربستان د قدرتمن ولیعهد« محمد بن سلمان» په خلاف یوه بشپړه جګړه پیل کړې ده. جیمز دورسی؛ په هافینګتون پست کی لیکلی: د«ولید بن طلال» کړچار کولای شی د هغو عملیاتو لپاره جدی کړکیچونه رامنځته کړی، چی د عربستان ولیعهد؛ له فساد سره د مبارزې په نامه، د سعودی د شاهزادګانو؛ لوړ پوړو مقامونو او شتمنو سوداګرو په مقابل کی  پیل کړی دی.

زیاتره څیړاندی؛ هغه څه چی له فساد سره د مبارزې تر پوښښ لاندی محمد بن سلمان په عربستان کی سرته رسوی، د قدرت یو ډول قبضه کول او انحصار ګنی.  

ویل کیږی؛ چی د ریتز کارلتون په هوټل کی هر بندی او نیول شوئ کس باید، د ځان د آزادیدو لپاره؛ د باج په نامه یوه اندازه پیسې ورکړی. د سعودی عربستان دولت رسماً اعلان کړئ، چی هیله من دئ له دې لارې څخه  ۱۰۰ میلیارد ډالره پانګه؛ چی ادعا کیږی په غیر قانونی توګه تر لاسه شوې ده، پاچاهایی خزانې ته واچوله شی. 

*******

د تهران چاپ د همشهری په ورځپاڼه کی لولو:« متحده ایالات، اوکراین ته د ټانک ضد توغندی لیژی» او«د اروپا په ختیځ کی د بیا لانجې بوی»

د دغې ورځپاڼی په لیکنه؛ د امریکی او روسیې ترمنځ اړیکې پداسی شرایطو کی راغلی، چی هر ډول وړوکئ اقدام کولای شی د دؤو هیوادونو د اړیکو کړکیچ ور زیات کړی؛ څه ورسیږی دیته چی داسی یو اقدام، په اوکراین کی د کړکیچ د یو ځلې بیا لمسونی لپاره وی. د امریکی د رسنیو د راپور سره سم، په نږدی راتلونکی کی به؛ د روسیی تر ملاتړ لاندی بیلتون غواړو په ضد، د مبارزې له ځواکونو سره د مرستې لپاره، د دغه هیواد له خوا وژونکی وسلې، اوکراین ته ولیژلې شی. د امریکی د متحده ایالاتو مقامونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ؛ د ټرمپ دولت داسی یوه طرح تصویبه کړې ده، چی یوه جوپه وژونکی وسلې، په اوږده موده کی اوکراین ته منتقلی شی. داسی یوه موضوع؛ چی امریکا په لا زیاته اندازه د اوکراین په کړکیچ او پوځی نښته کی ښکیلوی، او ممکنه ده له پخوا څخه لا زیات؛ د واشنګټن- مسکو اړیکی خړ پړې شی.

******* 

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی په یو سر ټکی کی لولو:« په دوبی کی د حماس د یو لوړ پوړی قوماندان د ټرورولو لپاره، صهیونیسټی رژیم ته د اماراتو مرستې افشا شوې»  

د ترکیې چاپ یوې ورځپاڼی په همدې هکله ولیکل: چی د اماراتو خارجه وزیر، د حماس د پوځی څانګی د یو قوماندان «محمود المبحوح» د ټرورولو لپاره، د«موساد» له ټیم سره مرسته کړې ده.

د ترکیی او اماراتو د مقامونو ترمنځ د لفظې لانجې له زیاتیدو وروسته، د ترکیې چاپ د«خبر ۷» ورځپاڼی اعلان وکړ: د اماراتو خارجه وزیر«محمد بن زاید» په خیانت تورن دئ، ځکه چی د صهیونیسټی رژیم له جاسوسی سازمان سره، د اطلاعاتی مرستې له لاری یی، د دوبی په ښار کی د حماس د یو لوړ پوړی غړی« محمود المبحوح» د ټرورولو لپاره، د«موساد» ټیم کار آسانه کړئ دئ. د دغې ورځپاڼی په لیکنه؛ د اسرائیلو د استخباراتی سازمان«موساد» څو تنه جاسوسان، د اماراتی اتباعو په مرستې، او په جعلی پاسپورټ سره، دوبی ته ورغلی، او ځانونه یی د حماس د دغه لوړ پوړی غړی د ټرورولو لپاره، د«محمود المبحوح» استوګن هوټل ته رسولی دی.

د ویلو ده؛ چی«محمود المبحوح» د حماس د پوځی څانګې د «القسام» کنډکونو یو بنسټګر ؤ، چی د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۱۹ نیټه، د هغه مړئ د دوبی ښار د«روتانای» په هوټل کی پیدا شو.   

******

د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی؛ د ملګرو ملتو داسرائیلی ضد پریکړه لیک په اعتراض کی، له یونسکو څخه د صهیونیسټی رژیم د وتلو، په هکله په یو راپور کی راغلی دی: صهیونیسټی رژیم؛ د ملګرو ملتو د عمومی اسامبلی له پریکړه لیک څخه یوه ورځ وروسته؛ چی د یاد سازمان د  ۱۲۸ غړیو هیوادونو په اکثریت او پریکنده رایی سره یی؛ د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت المقدس د پیژندنی په اړه د امریکی د ؤلس مشر طرح شنډه کړه؛ د ملګرو ملتو له علمی؛ کلتوری او تعلیمی سازمان(یونسکو) څخه د وتلو پلان، په اجنډا کی راوست.

په همدې اړه د صهیونیسټی رژیم لمړی وزیر«بنیامین نتانیاهو»، له یونسکو سازمان څخه د یاد رژیم د وتلو امر وکړ. نتانیاهو په یونسکو کی د صهیونیسټی رژیم سفیر ته دستور ورکړ؛ چی له دغه سازمان څخه د یاد رژیم د وتلو غوښتن لیک، د یونسکو عمومی منشی ته وړاندی کړی. د صهیونیسټی رژیم دغه تصمیم د بیت المقدس په هکله دملګرو ملتو د پریکړه لیک له تصویبیدو وروسته غوره شو.   

******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو مهمو مطالبو ته یوه لنډه کتنه کوؤ:

د ویسا ور ځپاڼی « د ملی یووالی په نامه معجون پایله!!» تر نامه لاندی په یو تحلیلی مطلب کی لیکلی دی:

  په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه نن د بحران او لویو لوبو مرکز د افغانستان په شمول دغه سیمه ده، زموږ په شړېدلی نظام کې د شخصی ګټو جګړه توده ده. د بلخ د پخوانی والی عطا محمد نور پرونى دریځ او د جمعیت اسلامی رسمی دریځ او د دوى شرطونه پر دې ګواه دی چې دوى ته د ولس په نوم څه مطرح نه دی، یوازې د څو تنو لپاره د وزیر، والی او سفیر امتیاز دى چې دوى هر ډول جنګ او مخالفت ته پرې چمتو دی.

بل لور ته د مرکزی حکومت خبره هم له شخصی ګټې او تاوان او د خپل ګروپ د نن او سبا له خوندیتابه پرته، نه ملی ګټې پېژنی او نه د روانې وضعې د نزاکتونو په رڼا کې داسې لومړیتوبونه لری چې د ولس له برخلیک سره غوټه وی.

دا چې د بلخ جنګ به څوک ګټی په دې نن او سبا کې به معلومه شی، خو واقعیت دا دى چې زموږ پر سیاسی چاپیریال حاکم ذهنیت او وضعیت د ولس په خیر نه دى.

د عطا محمد نور دغه خبره چې بهرنیان زموږ کورنۍ لانجې زموږ بولی، پخپله یو ځانګړى مفهوم لری. که تر دې تېر شو دا دی اوس هره شېبه پر دې ګواه ده چې د دوه سره حکومت طرحه د همدې لپاره وه چې افغان ولس د حکومت په نامه یو څه ولری خو د حکومت او ادارې ځانګړتیاوې چې د ولس اړتیاو ته ځواب ورکړاى شی و نه لری.

مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، د حکومت او عطا محمد نور لانجه لا هم روانه ده او دغو لانجو خلک اندېښمن کړی دی.

ورځپانې لیکلی، تازه عطا محمد نور د ولسمشر او اجرائیه رئیس پر ضد تندې خبرې کړی، ویلی چې د بلخ د والی په توګه خپل کار ته دوام ورکوی، خو که جمعیت اسلامی ګوند کومه بله پرېکړه وکړی، وبه‌یې منی.

په سرمقاله کې راغلی، داسې ښکاری چې دواړه لوری په خپلو خبرو کې جدی دی، ارګ په خپله پرېکړه تینګار کوی او جمعیت په خپل دریځ.

د ورځپاڼې په باور عام ولس د حکومت د دغه کار ملاتړ کوی او پرېکړه‌یې قانونی ګڼی، خو ګڼ سیاسیون او د عطا محمد نور ملګری بیا د دغه کار مخالف دی.

سرمقاله لیکونکی لیکی، خو اوس له ټولو سره همدا یوه پوښتنه ده چې د دې لانجې اخر به څه شی؟

دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د بلخ د پخوانی والی د پرونیو څرګندونو ځینې مهمې برخې راخیستې دی.

دنیا لیکلی، ښاغلی نور تازه دا ویلی چې د ملی وحدت د حکومت مشران له جهادی رهبرانو او افغان سیاسیونو سره د خپلو شخصی حسابونو په تصفیه کولو بوخت دی.

ورځپاڼه دا هم لیکی چې ښاغلی نور ویلی، ولسمشر او اجرائیه رئیس د نړیوالې ټولنې له حضور نه سوء استفاده کوی.

په مطلب کې راغلی چې د بلخ پخوانی والی ویلی، سپېدار ماڼۍ د ده په ګوښه کولو او د جمعیت ګوند په څنډې کولو کې ۸۰ سلنه رول لری.

هیواد

هیواد دولتی ورځپانې بیا موضوع ته په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلی، افغان حکومت باید داسې افراد او اشخاص پر دولتی او حکومتی دندو وګماری چې په خپلو ورسپارل شویو دندو او چارو کې له پوره پوهې، درایت، مدیریت، وړتیا، مهارت او تجربې برخه‌مند وی، نه دا چې د خلکو په وینو یې لاسونه سره وی.

او نه هم داسې کسان چې پخوا یې په اسمان کې ستوری او پر ځمکه سیوری نه‌درلود او اوس په هېواد کې دننه او بهر د لوړو لوړو ودانیو، لویو او وړو ښارګوټو او شتمنیو خاوندان دی.

سرمقاله لیکونکی لیکلی وړاندیز دا دی چې نورو ته د عبرت په هدف، د بلخ د پخوانی او خپل ‌سری مستعفی والی عطا محمد نور په څیر د دولتی کارکوونکو، د تقرر، تبدیلۍ او تقاعد په اړه له اساسی قانون څخه له سرغړونکو په توګه د قانون له مخې سخت چلند وشی.