دچین الوتکه په سمندر او هوا کښې مزل کولای شی
-
دچین ددغه الوتکې په جوړیدا اته(۸) کلونه وخت لګیدلی او درې پنځوس اعشاریه پینځه ټنه وزن وړلی شي .
زمونږ خبریال وایی چین په سمندر کښې چلیدونکی او په هوا کښې الوت کونکی دنړۍ ترټولو ستره الوتکه (AG600)جوړه کړې ده او اوس یې یو(۱) ساعته سفر په بریالیتوب سره کچ کړی هم دی .
دچین په دغه سترې الوتکې کښې چې دامریکا د الوتکو دجوړولو د بویینګ شرکت اوه سوه اودیرش(Boeing737) ډوله الوتکې په شان کسان کښې ځایږی څلور(۴) تربو پروپ انجنونه لګول شوی دی .
دچین دغه سترې الوتکې په جنوبی ولایت کښې په ګوانګډونګ کښې په ژهو هایی هوایی ډګر کښې خپل الوت بشپړ کړی .
دچین په دغه الوتکه کښې پنځوس ()۵۰کسان ځایږی او تر دولسو(۱۲) ساعتونو پورې په هوا کښې الوت کولای شی .
دچین ددغه الوتکې کار د اوور وژل او په سمندر کښې د ژغورنې د کارونو ترسره کول دی او دغه الوتکه د چین په جنوبی سمندر کښې دپوځی هدفونو لپاره هم کارول کیدلای شی .
دچین ددغه الوتکې پټ نوم کنلونګ کیښودل شوی دی او هغه د چین په جنوب کښې ټولو جزیرو ته په اسانۍ سره تلی شی .
چین دجنوب په جزیرو کښې عمرانی کارونه پیل کړی دی .
ددغه سترې الوتکې په الوت سره چین دهغو هیوادونو په لیکه کښې ورغی کوم چې د دا ډول سترو سمندری الوتکو دجوړولو صلاحیت لری .
دچین ددغه الوتکې په جوړیدا اته(۸) کلونه وخت لګیدلی او درې پنځوس اعشاریه پینځه ټنه وزن وړلی شی .