له ایرانه افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰  افغان بندیان  لېږدول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174094-له_ایرانه_افغانستان_ته_د_څه_باندې_۴۰۰_افغان_بندیان_لېږدول_شوي
افغانستان او ایران د بندیانو د  سپارلو  تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.
(last modified 2026-06-12T01:03:42+00:00 )
Jun 12, 2026 05:31 Asia/Kabul
  • له ایرانه افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰  افغان بندیان  لېږدول شوي

افغانستان او ایران د بندیانو د  سپارلو  تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.

په تهران کې د افغانستان سفارت پرون مازدیګر د ټولنیزو چینلونو  له لارې په یوه پیغام کې  وئيلي دي؛د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لارښوونې او په تهران کې د افغانستان د سفارت د هڅو له مخې، ۴۰۸ افغان بندیان چې د بند سزا ورباندې لګېدلې وه، د هویّت له تثبیت وروسته په یو لړ  رسمي مراسمو کې افغانستان ته ولېږدول شول.

په دغه پیغام کې راغلي دي ،؛دا له ایران څخه افغانستان ته د بندیانو د لېږد د یوولسم پړاو لومړۍ مرحله ده. تر دې وړاندې هم سلګونه افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته لېږدول شوي وو، څو د خپل بند سزا پاتې موده په خپل هېواد کې تېره کړي.

افغانستان او ایران د بندیانو د  سپارلو  تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.

تر دې وړاندې په ایران کې د افغان بندیانو شمېر کابو  ۶ زره تنه اعلان شوی و.

څه موده مخکې د ایران او افغانستان مسئولینو په یوه ګډې غونډې کې ټینګار کړی و چې له ایرانه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد بهیر باید لا اسانه او چټک شي.