د فلسطین خارجه وزارت د ګواټیمالا فیصله وغندله
-
صهیونیسټ رژیم د ګواټیمالا د ولسمشر جیمي مورالس د فیصلې هرکلی وکړ .
ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین دباندنیو چارو وزارت له تل ابیت څخه بیت المقدس ته د ګواټیمالا هیواد دسفارت د انتقالولو لپاره ددغه هیواد د ولسمشر فیصله شرمونکی وبلله .
دفلسطین دبهرنیو چارو وزارت پرون په یوې(۱) بیانیې کښې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د ګواټیمالا هیواد د سفارت د انتقالولو لپاره د دغه هیواد د ولسمشر جیمی مورالس فیصله غیرقانونی وبلله او له دغه فیصلې د ګواټیمالا په پیښیمانه کیدا یې ټینګار وکړ .
د ګواټیمالا ولسمشر جیمی مورالس په تیرې یکشنبې ورځ په یوه(۱) پیغام کښې وویل د صهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره له خبرو وروسته مو فیصله کړی ده چې په اسرائیلو کښې دخپل هیواد سفارت له تل ابیب څخه قدس ته انتقال کړم .
صهیونیسټ رژیم د ګواټیمالا د ولسمشر جیمی مورالس د فیصلې هرکلی وکړ او لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هم د مورالس ددغه اقدام په قدرونې سره هیله وکړه چې هغه د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاست تعقیب کړی اوقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژندی .
امریکا له ګواټیمالا هیواد سره ډیرې مالی مرستې کوی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی وو له هغو هیوادونو سره به چې د قدس په باره کښې دملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې دامریکا د پریکړه لیک پرضد رایې ورکړی مرستې غوڅې کړی .