تاجیکستان له ترهګرو سره مقابلې ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61981-تاجیکستان_له_ترهګرو_سره_مقابلې_ته_چمتو_دی
فارس خبری اژانس وایی د تاجیکستان د ملی امنیت د شورا پخوانی سیکرټر« امیر قل عظیم اف »په افغانستان کښې د داعش ډلې دغړیو د شمیر دزیاتیدا په تائیدولو سره وویل «دوشنبه» له ترهګرو سره د مقابلې لپاره بشپړه چمتووالی لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2017 02:06 Asia/Kabul
  • امریکا د سعودي عربستان، پاکستان او د افغانستان دځینو استخباراتي کړیو په وسیله د داعش ډلې فعالیتونه مرکزي اسیا هیوادونو ته غزوي .
    امریکا د سعودي عربستان، پاکستان او د افغانستان دځینو استخباراتي کړیو په وسیله د داعش ډلې فعالیتونه مرکزي اسیا هیوادونو ته غزوي .

فارس خبری اژانس وایی د تاجیکستان د ملی امنیت د شورا پخوانی سیکرټر« امیر قل عظیم اف »په افغانستان کښې د داعش ډلې دغړیو د شمیر دزیاتیدا په تائیدولو سره وویل «دوشنبه» له ترهګرو سره د مقابلې لپاره بشپړه چمتووالی لری .

هغه په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې د غړیو دشمیر  دزیاتیدا په تائیدولو سره وویل د تاجیکستان وسله وال ځواکونه د سرحد بلې خوا ته (په افغانستان کښې ) د ترهګرو له شتون څخه خبر دی .

د تاجیکستان د ملی امنیت دشورا پخوانی سیکرټر امیر قل عظیم اف جوته کړه ترهګرو په سوریې او عراق کښې ماتی خوړلی ده او په همدې دلیل به  په افغانستان کښې دهغوې شتون پیاوړی وی .

هغه زیاته کړه ترهګر باید پوه شی چې تاجیکستان د ټولنیز امنیت د تړون موسسې غړی دی او دضرورت په بڼه کښې به  ددغه تړون غړی هیوادونه له «دوشنبې» سره مرسته وکړی .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د اسیا دبرخې مشر  ضمیر کابلوف هم څه موده مخکې په افغانستان کښې د داعش ډلې د غړیو د شمیر دزیاتیدا خبر ورکړی وو .

دتاجیکستان امنیتی چارواکو هم ویلی دی چې له تاجیکستان سره د افغانستان په سرحدی سیمو کښې په زرګونو وسله وال د ترهګرو ډلو په چوکاټ کښې راټول شوی او په دغو ترهګرو کښې د تاجیکستان په شمول د مرکزی اسیا  د هیوادونو ګڼ شمیر ښاریز ګډون لری .

امریکا د سعودی عربستان، پاکستان او د افغانستان دځینو استخباراتی کړیو په وسیله د داعش ډلې فعالیتونه مرکزی اسیا هیوادونو ته غزوی چې د چین او دروسیې لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .