د یولسم معصوم امام د زوکړې کلیزه مو مبارک شه
سبا د ۱۴۳۹ قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې اتمه نیټه د امام حسن عسکري علیه السلام د میلاد کلیزه ده.
د ایران خلک د یولسم معصوم امام د زوکړې په کلیزه خپلې سیمې او ښارونه ښکلي کوي او د شیرینیو او شربتونو په ویشلو سره د دې ورځې جشن لمانځي.
حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د ۲۳۲ هجري قمري کال د ربیع الثاني یا دویمې خور په اتمه نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته تشریف راوړ.
د شیعیانو دا یولسم امام د قرآن مجید بې ساری مفسر و او د خپل امامت په دوران کښې یې خلکو ته د دې اسماني کتاب د تفسیر سمه طریقه وښودله او د ژغورونکي امام حضرت مهدي(عج) د راتلو په زیري سره یې مسلمانان د اسلام لوړو ارمانونو ته رسیدو ته هیله من کړل.
امام حسن عسکري علیه السلام په ماشومتوب کښې د خپل پلار امام هادي علیه السلام د پوهې له سرچینې برخمن شو او په ۲۲ کلنۍ کښې د خپل بزرګواره پلار په شهادت سره یې د امامت درنده دنده په غاړه واخیستله او تر خپل شهادته پورې یعنې شپږ کاله یې ترسره کړه.
مونږ د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د زوکړې د کلیزې مبارکي وایو.