د مرغومي د دولسمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62505-د_مرغومي_د_دولسمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2018 09:02 Asia/Kabul
  • د مرغومي د دولسمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ زیاتره ورځپاڼو خپل وړومبی خبر د ایران د اسلامي شورا د تخصصي کمیشنونو له مشرانو سره په غونډه کښې د ولسمشر حسن روحاني پرونۍ څرګندونې راخیستې دي چې وايي: د خلکو اعتراض ګواښ نه بلکې یو فرصت دی.

د خبر په تفصیل کښې لولو د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني  د ایران په ځینو سیمو کښې د وروستیو څو ورځو اعتراضونو او راغونډیدنو ته په اشارې سره زیاته کړه: د خلکو نیوکه او اعتراض ګواښ نه بلکې یو فرصت دی او د ایران ولس په خپله د قانون ماتونکو او ګډوډي جوړونکو ځواب ورکوي.

د اسلامي ایران ولسمشر څرګنده کړه: د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) د اجرايي کیدو، په سیمه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د کامیابۍ او د ایران خلاف د بندیزونو په لګولو کښې د امریکې د ماتې په شمول په نړۍ کښې د ایران د ولس سیاسي بریا، د ایران د ولس خلاف د امریکې او د سیمې د ځینو غاصبو هیوادونو د دښمنۍ یوڅو ستر عوامل دي.

ډاکټر روحاني د برجام په موضوع کښې د امریکې ماتې ته په اشارې سره زیاته کړه: د یو دوو هیوادونو او د کرکجن عاصب رژيم نه علاوه بل چا د برجام د خلاف ورزۍ په لړ کښې د امریکې ملاتړ ونه کړ او ټوله نړۍ د دغه هیواد په وړاندې ودریدله.

د ایران د مجریه قوې مشر د ایران کامیابۍ د دښمنانو د سترګو اغزې او د امریکې او صهیونیسټ رژیم لپاره د نه زغملو وبللې او زیاته یې کړه: د ایران دښمنان تل د ایران له ولسه په انتقام اخیستو او فرصت طلبۍ په لټه کښې پاتې شوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې په اقتصادي برخه کښې یولړ ستونزې شته او ترې انکار نه شي کیدی، وویل: د ایران ولس به په ټینګتیاسره له دې ستونزو واوړي او د هغو فرصت غواړو او ګډوډي جوړونکو ځواب به په ښه توګه ورکړي چې د انقلاب د ارزښتونو او مقدساتو سپکاوی یې کړی او عامه اموال یې خراب کړي دي.

 

له تهرانه چاپیدونکې حمایت ورځپاڼې په ایران کښې د روانو وروستیو شخړو په هکله د ایران د قضائیه قوې د مشر خبرې راخیستې دي چې ویې ویل: د خلکو لاره له ګډوډي جوړونکو بیله ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې مشر صادق آملي لاریجاني زیاته کړه: څارنوالان دې د عمومي اموالو له خرابونکو سره پریکنده چلند وکړي. د ایران ستر ولس په لوړ بصیرت او د ولایت په پيروۍ سره تل په ډګر کښې حاضر دی.

ورځپاڼې په همدې تړاو یو بل خبر کښې د ایران د اطلاعاتو د وزارت له قوله لیکلي دي: د وروستیو ناکرارو او ګډوډیو جوړونکي ځیني کسان نیول شوي دي.

 

خو خراسان ورځپاڼې د غلبلي جوړونکو خلاف د ایران خلکو د خودجوشه غبرګون د عنوان ترڅنګ د وروستیو پيښو خلاف د ایران په مختلفو ښارونو کښې د خلکو د پراخو مظاهرو مختلف انځورونه راخیستې دي.

په خبر کښې لولو چې له وروستیو غلبلیو او شخړو د خلکو قهر دومره زیات شوی چې په څو ښارونو کښې خلک سړکونو ته راووتل او د عمومي او خصوصي اموالو له خرابونکو سره د پولیسو او قضايي ادارو د جدي چلند غوښتونکي شول.

په دې لړ کښې په کاشان، رشت، زنجان او ځینو نورو ښارونو کښې خلکو په هیواد کښې روانې وروستۍ پيښې سختې وغندلې او د هغو د عاملانو د سزا کیدو غوښتنه یې وکړه.

 

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې هم د ولسمشر روحاني د څرګندونو د خبر ترڅنګ یو بل خبر کښې د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا د منشي خبرې راخیستې دي چې وايي: په ایران کښې په روانو شخړو کښې د عربستان، انګلستان او امریکې لاس دی.

خبر زیاتوي: علی شمخانی ټینګار وکړ هغه څه چې په اینټرنیټ کښې په وروستیو څو ورځو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد خپریږی د ایران د ملت پرضد د نورو په استازيتوب جنګ دی .

هغه وویل په ایران کښې دتیرو څو ورځو د بلواو په اړه پیغامونه او هشټیګونه دامریکا او د سعودی عربستان او د بریتانیا په شمول د واشنګټن د ملګرو هیوادونو له داخل څخه هدایتیږی .

د  ایران د ملي امنیت شورا سیکرټر علی شمخانی په دې خبرې ټینګار سره چې د منظم شوې بهرنۍ لاسوهنې هدف دایران دپرمختګ مخه نیول دی وویل داسلامی ایران دښمانان هڅه کوی ایران له داخل څخه دړې وړې کړی خو هیڅکله به بریالی نشی .

هغه وویل د ایران خلک د امریکا او د سعودی عربستان په شمول د هغې د ملګرو هیوادونو لخوا د ایران په کورنیو چارو کښې دلاسوهنې په اړه  سخت حساس دي.

دایران د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر  علی شمخانی دې ته په اشارې سره چې سعودی عربستان دایران پرضد دخپل سیاسی پلان او سناریو په چوکاټ کښې زیاتې پیسې لګولې دي او یوشمیر ادارې یې هم جوړې کړې دي ټینګار وکړ: آل سعود د خپلو لاسوهنو په وړاندې د ایران دغبرګون او ځواب په خطرناک والي پوهیږي.

کابل چاپ:

 

 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړۍ ورځ د پاکستان په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ترمپ د ټویټ په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

    ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله تویټر پاڼه کې لیکلي، په تېرو ۱۵ کلونو کې د امریکا حکومت پاکستان سره څه د پاسه ۳۳ میلیارده ډالر مرسته کړې، خو پاکستان‌یې په بدل کې امریکا ته یوازې چل، فریب او دوکه ورکړې ده.

په مطلب کې د ټرمپ په حواله دا هم راغلي چې پاکستان هغو ترهګرو ته کوم چې موږ یې په افغانستان کې لټوو، خوندي پټنځي ورکړي دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ټرمپ ویلي تر دې وروسته به داسې نهکېږي.

    سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي، دا تر یوې اندازې پورې د ټرمپ د مرستیال مایک پنس د هغو څرګندونو تکرار و چې څو ورځې وړاندې یې په کابل کې کړې وې.

د مطلب د لیکونکي په وینا، پنس هم تقریباً ورته خبرې کړې وې چې پاکستان د ډیورند کرښې پورې غاړې ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ورکړي، روزي یې او پر وسلو یې سمبالوي.

خو لیکوال لیکلي، د پنس تر دې خبرو وروسته هغه مهال پاکستان له امریکا سره ښکر اړم کړ او د بهرنیو چارو وزارت‌یې په یوه خبرپاڼه کې د امریکا حکومت په دوه مخيتوب تورن کړ.

په مطلب کې راغلي، د پاکستان لپاره د نوي کال پیل بې‌خونده و او اټکل کېږي چې د کال په پاتې ورځو کې به نه‌یوازې دا چې پاکستان د نوموړي هېواد پرېمانه مرستې له لاسه ورکړي، بلکې په سیمه کې به د بدمعاشۍ ځواک هم وبایلي.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلي چې اوس پاکستان نه‌یوازې په سیمه کې، بلکې په نړیواله کچه له یوازیتوب سره مخ دی او امریکا چې پاکستان پرې تر هر چا زیات نازېده اوس د پاکستان پر ګوته برکت نه‌وايي.

 

    هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په اشارې په خپل یو مطلب کې لیکلي او پر پاکستان‌یې د زیاتو فشارونو خبره کړې ده.

په مطلب کې پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن ګڼل شوی، ویل شوي چې د امریکا او چین په ګډون د نړۍ ستر قدرتونه باید دې واقعیت ته په پام سره پر پاکستان فشارونه زیات او دې ته‌یې اړ کړي چې له دې کار لاس واخلي.

خو

پاکستان ټوډې، آنلاین ورځپاڼې ویلي چې ټرمپ نوی کال د پاکستان په تورنولو پیل کړ.

په مقاله کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف په ځواب کې ویلي چې اسلاماباد به له مشورې وروسته د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې خبرو ځواب ورکړي.

پاکستان ټوډې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف او صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ټرمپ د دې پرېکړې په اړه په تفصیل خبرې کړې دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې په خبره تمه ده نن سې شنبه د پاکستان کابینه په دې اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

په تېر اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحده ایالاتو د سټراټېژۍ له اعلان وروسته د اسلاماباد او واشنګټن اړیکې خرابې شوې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*