دامریکا خارجه وزیر ولسمشر بیوقوف سړی ګڼی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62731-دامریکا_خارجه_وزیر_ولسمشر_بیوقوف_سړی_ګڼی
زمونږ خبریال وایی دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هکله په نوی کتاب فائر اینډ فیوری(Fire and Fury) کښې لیکوال دغه ادعا کړی ده چې دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ولسمشر یو(۱) بیوقوف سړی او دملی امنیت سلاکار میک مسټر نشه ای ګڼی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2018 11:06 Asia/Kabul
  •  ټرمپ د جاسوسۍادارو د مشورو په اپوټه دخپل د خوب کوټې دروازه له داخل څخه بندوي .
    ټرمپ د جاسوسۍادارو د مشورو په اپوټه دخپل د خوب کوټې دروازه له داخل څخه بندوي .

زمونږ خبریال وایی دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هکله په نوی کتاب فائر اینډ فیوری(Fire and Fury) کښې لیکوال دغه ادعا کړی ده چې دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ولسمشر یو(۱) بیوقوف سړی او دملی امنیت سلاکار میک مسټر نشه ای ګڼی .

په دغه کتاب کښې ویل شوی دی چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دخپلې لوړې په مراسمو کښې هیڅ خوشحال نه وو او هغه سپینې ماڼۍ ته له تلو ویریدلی او پریشان وو .

واک ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رسیدا دیوه(۱) کال په پوره کیدا سره دهغه په اړه له ایشواکونو ډک  کتاب چې مائیکل وولف(Michael Wolff) لیکلی دی دجنورۍ په نهمه(۹) نیټه د پلورلو لپاره وړاندې کیږی .

بلې خوا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په دغه کتاب د بندیز د لګولو غور کوی او هغه له خپلو قانونی سلاکارانو او کارپیژاندو سره د کتاب د لیکوال مائیکل وولف پرضد عدالت ته د شکایت کولو هڅه کوی .

 د فائر اینډ فیوری کتاب لیکوال دامریکا د ولسمشر ټرمپ په هکله د نویو ایشواګانو په کولو سره وویل ټرمپ  په کارکونکو چغې وهی او په یوه وخت درې(۳) ټیلی ویژن پروګرامونه وینی او هیچ چا ته خپلو شخصی شیانو ته دلاس وروړلواجازه نه ورکوی او هغه ویریږی چې څوک دده په مسواک زهر ونه موږی .

دغه کتاب وایی چې دامریکا ولسمشر ټرمپ د اساسی قانون په اړه ډیر کم معلومات لری او ډیرو کسانو هغه دهیواد له اساسی قانون څخه خبر کړی دی .

دغه کتاب وایی ډونالډ ټرمپ د ولسمشر جوړیدل نه غوښتل او دهغه په بریالیتوب د هغه  دوهمه(۲)میرمنه میلانیا ټرمپ ژاړیدلی هم وه .

دامریکا ولسمشر ټرمپ او دهغه میرمنه میلانیا ټرمپ په  جلا جلا کوټو کښې ویده کیږی او ټرمپ د جاسوسۍادارو د مشورو په اپوټه دخپل د خوب کوټې دروازه له داخل څخه بندوی .

ټرمپ دغه راز د مازیګر په شپږ(۶) بجې په خپل کټ کښې په کیناستلو سره  دپنیر برګر(Cheeze Burger)  خوری .

دغه کتاب وایی چې دامریکا ولسمشر ټرمپ دخپلو دوستانو په میرمنو څارنه لری او دهغوې په اړه غټې غټی خبرې کوی .

دامریکا د ولسمشر ټرمپ یوه مرستیال وویل چې  هغه ضروری شیان نه لولی .