امریکا د شمالی او دجنوبی کوریا داړیکو دښه کیدا مخه نیسی
-
امریکا په کوریا ټاپووزمې کښې دتاوتریخوالي دوام غوښتونکي ده .
زمونږ خبریال وایی په جنوبی کوریا کښې دامریکا دیوه لوړرتبه پوځی چارواکی وینسنټ بروکز(Vincent Brooks) څرګندونې ددې ښودنه کوی واشنګټن هڅه کوی په هره بڼه د شمالی او دجنوبی کوریا د اړیکو دښه کیدا مخه ونیسی .
په جنوبی کوریا کښې د امریکا د ځواکونو قوماندان وینسنټ بروکز له دوو(۲) کلونو پس دشمالی او دجنوبی کوریاترمینځ د ټیلی فونی تماس له ټینګیدا وروسته وویل امریکا او زمونږ ټول ملګری هیوادونه باید له شمالی کوریا سره د مقابلې لپاره خپل جنګی چمتووالی زیات کړی .
هغه چې په جنوبی کوریا کښې دامریکا د اتویشت زره پینځه سوه (۲۸۵۰۰)عسکرو مشرۍ پرغاړه لری وویل باید اجازه ورنکړو چې له شمالی کوریا سره د مقابلې لپاره د هیوادونو وحدت له مینځه لاړ شی .
د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون دنوی کال په مناسبت وینا کښې له جنوبی کوریا سره د اړیکو د ښه کیدا او په دغه هیواد کښې د ژمی اولمپیک لوبوته د ورزش کارانو د استولو په احتمال ټینګار وکړ او د جنوبی کوریا ولسمشر مون جایه این هم خپلو ټولو ادارو ته حکم ورکړ د دواړو کوریاو د اړیکو د ښه کولو لپاره فضا پراخه کړی او دشمالی کوریا د ورزش کارانو د ورتلو زمینه برابره کړی .
امریکا په کوریا ټاپووزمې کښې دتاوتریخوالی دوام غوښتونکی ده .