له شرعی پلوه د ترهګرو وژل واجب دی
-
الازهر اسلامي پوهنتون نشي کولای د ټروریسټانو د کافر کیدا په اړه کوم نظر ورکړي .
زمونږخبریال وایی د مصر د الازهر پوهنتون دشیخ قائمقام عباس شومان ټینګار وکړ له شرعی نظره د ترهګرو وژل واجب دی .
هغه وویل له شرعی نظره د پوځ او دپولیسو لخوا د ترهګرو وژل واجب دی خو الازهر اسلامی پوهنتون نشی کولای د ټروریسټانو د کافر کیدا په اړه کوم نظر ورکړی .
د مصر دالازهر پوهنتون دشیخ قائمقام عباس شومان زیاته کړه د هیواد شیخان نشی کولای د کوم چا د کافر کیدا یا دایمان لرلو په اړه حکم ورکړی ځکه چې دا ډول مسایل د قضایې قوې داختیاراتو په حوزې کښې راځی .
د مصر د الازهر پوهنتون دشیخ قائمقام عباس شومان وویل که چیرې یو(۱) ترهګر د محاکمه کیدا په حال حتی په دروغو سره ووایی چې اسلام یې منلی دی او د شهادت کلمه ووایی نو اسلام دین ته د نوموړی دغه ستنیدل دهغه دتیر وخت دپاکیدا سبب کیږی او په نتیجه کښې قاضی باید هغه دکفر په خاطر محاکمه نکړی .