دامنیت شورا غونډې دایران په واکمنۍ برید دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62759-دامنیت_شورا_غونډې_دایران_په_واکمنۍ_برید_دی
زمونږخبریال وایی د روسیې حکومت دایران په اړه دغونډې د جوړولو لپاره د ملګروملتونو دامنیت شورا فیصله د ایران د واکمنۍ په حق نیغ په نیغه حمله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2018 01:12 Asia/Kabul
  • واشنګټن د ملګروملتونو دمنشور مادې دخپلو سیاسي ګټو قرباني کوي .
    واشنګټن د ملګروملتونو دمنشور مادې دخپلو سیاسي ګټو قرباني کوي .

زمونږخبریال وایی د روسیې حکومت دایران په اړه دغونډې د جوړولو لپاره د ملګروملتونو دامنیت شورا فیصله د ایران د واکمنۍ په حق نیغ په نیغه حمله وبلله .

د ملګروملتونو امنیت شورا بیګا دامریکا په غوښتنه دایران په ځینو ښارونو کښې د وروستیو بلواو په اړه غونډه وکړه خو له هیڅ نتیجې پرته پاې ته ورسیدله .

دملګروملتونو دامنیت شورا ځینو غړیو د ایران په باره کښې دغونډې له ترسره کیدا سره مخالفت کړی وو او په دې سربیره روسیې هم د بندو ورونو شاته ددغه غونډې د ترسره کیدا غوښتنه کړی وه .

د روسیې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف د ملګروملتونو دمنشور مادو او نړیوالو مقرراتو ته د امریکا په بې پامۍ خواشینی څرګنده کړی ده او ویلی یې دی واشنګټن د ملګروملتونو دمنشور مادې دخپلو سیاسی ګټو قربانی کوی .

هغه وویل د ایران د چارواکو دغه څرګندونې چې بهرنیو هیوادونو په ایران کښې وروستۍ بلواو رامینځته کړی دی بې اساسه نه دی ځکه چې امریکا د خپلو مخالفو هیوادونو د ناامنه او بې ثباته کولو لپاره له هر اوزاره استفاده کوی .