په امنیت شورا کښې دامریکا هڅه ناکامه شوه :
-
امریکا د ملګروملتونو امنیت شورا په سیاسي اوزار بدله کړي ده .
زمونږخبریال وایی په ایران کښې په وروستیو بلواو دغور په هدف سره دملګروملتونو دامنیت شورا غونډه چې دامریکا په دباو سره وشوه له هیڅ نتیجې پرته پاې ته ورسیدله .
ددغه غونډې له ترسره کیدا مخکې د روسیې په غوښتنه د بندو ورونو شاته یوه (۱)غونډه وشوه چې معلومه شی ایا دامنیت شورا اکثره غړی دداډول غونډې د ترسره کیدا غوښتونکی دی . ؟
دامنیت شورا په پټې غونډې کښې امریکا د دباو په راوړلو سره ونه توانیدله د ښکاره غونډې د ترسره کولو لپاره دامنیت شورا دغړیو څه دپاسه نیمایی (له پینځلسوڅخه د نهو رایو )رایې لاس ته راوړی .
د ملګروملتونو دامنیت شورا په ښکاره غونډې کښې اکثره غړی دامریکا په مقابل کښې ودریدل او اجازه یې ورنکړه واشنګټن له دې فرصته خپلو سیاسی هدفونو ته درسیدا لپاره استفاده وکړی .
په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی نیکی هیلې چې هیواد یې دایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنو ډیرې دوسیې لری د امنیت شورا دغونډې پیل کښې ټینګار وکړ واشنګټن په ایران کښې د بلواګرو کامل ملاتړ کوی .
په ملګروملتونو کښې د فرانسې استازی فرانسوا دلاتره(Francois Delattre) دامنیت شورا په غونډې کښې دایران په کورنیو چارو کښې د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه او ویې ویل په ایران کښې وروستې پیښې د نړیوال امنیت او دصلحې پرضد هیڅ ګواښ نه دی .
په ملګروملتونو کښې د بولیویا هیواد استازی هم دامنیت شورا په غونډې کښې د هیوادونو د واکمنۍ حق ته د احترام غوښتنه وکړه او ویې ویل دایران په کورنیو چارو غور کول د امنیت شورا په اختیاراتو کښې نه راځی .
دبولیویا استازی وویل امریکا د ملګروملتونو امنیت شورا په سیاسی اوزار بدله کړی ده .
دامنیت شورا په غونډه کښې د کویت استازی هم په دې خبرې ټینګار سره چې دایران امنیت او ثبات د نړۍ او دسیمې امنیت او ثبات دی وویل په ایران کښې وروستۍ بلواوې داسې موضوع نه ده چې له مینځنی ختیځ یا له نړیوالو مسایلوسره ارتباط ولری .
د ګینه استوایی جموریت استازی هم په امنیت شورا کښې د ایران د کورنیو مسایلو له مطرح کیدا سره دخپل هیواد په مخالفت ټینګار وکړ .
دهالینډ استازی هم دامنیت شورا په غونډې کښې جوته کړه چې دایران حالات کرار دی .
دچین استازی هم دامنیت شورا په غونډې کښې دهیوادونو دواکمنۍ حق او د ځکمنۍ بشپړتیا داحترام غوښتنه وکړه او ویې ویل امنیت شورا باید دنورو هیوادونو کورنیو چارو ته ورګډه نشی .
په ملګروملتونو کښې د روسیې سفیر واسیلی نبنزیا(Vasily Nebenzya) هم په دغه غونډې کښې ټینګار وکړ ټولو ته معلومه ده هغه پروګرام چې د امنیت شورا په ایجنډې کښې شامل کړی شوی دی ددغه شورا له دندو سره هیڅ ارتباط نلری او امریکا باید امنیت شورا کمزوری نکړی .
دقزاقستان استازی غیرت عمروف هم چې هیواد یې دامنیت شورا پړاویز مشر دی ددغه شورا په غونډې کښې وویل په ایران کښې وروستۍ بلواوې دسیمې او نړۍ له امنیت سره هیڅ تړاو نلری او دا دامنیت شورا دنده نه ده چې دایران په بلواو غور وکړی .
په تیرو څو ورځو کښې دایران په ځینو ښارونو کښې یو شمیر خلکو د غونډو په جوړولو او شعارونو سره د مالی موسسو د تاوان لیدونکو غړیو د برخلیک د معلومیدا او د ځینو شیانو دبیو په لوړیدا او دحکومت د څارنې په کمزورتیا اعتراض وکړ خو ځینو فرصت غواړو او بلواګرو د خارجی هیوادونو په ملاتړ سره دغه غونډې په بلواو بدلې کړی .
دامریکا ، صهیونیسټ رژیم او د سعودی عربستان چارواکو او پردیو رسنیو دایران دخلکو له دغو غونډو په ناوړه استفادې سره هڅه وکړه دغه غونډې د ګډوډۍ او د بلواو د رامینځته کولو په لاره هدایت کړی خو دایران ملت له تیرې چهارشنبې ورځې راهسې تر پرون پورې د هیواد په مختلفو ښارونو کښې په پراخو مظاهرو او لاریونو سره دعمومی ځایونو په ورانولو کښې د بلواګرو فرصت غواړو او دښمانانو له نوی دسیسې کرکه او غصه څرګنده کړه .