مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62793-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو راپور کی لیکل شوی: «ونډی شرمن، ټرمپ ته په خطاب کی ویلی؛ چی د ایران د خلګو پر ځای خبری مه کوه!»
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2018 10:44 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو راپور کی لیکل شوی: «ونډی شرمن، ټرمپ ته په خطاب کی ویلی؛ چی د ایران د خلګو پر ځای خبری مه کوه!»

د امریکی د خارجه وزارت پخوانۍ مرستیالې، پدی بیان سره چی؛ د ایران د خلګو اعتراضونه پخپله د هغوی لپاره دی، او د ټرمپ دولت باید د ایران د خلګو پرځای خبری ونه کړی؛ وویل: دا چی ټرمپ فکر وکړی، اوس د برجام د لغوه کولو لپاره ډیر ښه فرصت دئ، له شرایطو څخه یو کاملاً غلط درک او اخیستنه ده.  

د امریکی د خارجه وزارت پخوانۍ مرستیالې، او د ایران د اټمی خبرو اترو په ترځ کی له پخوانیو لوړ پوړو مذاکره کونکو څخه«ونډی شرمن»، د ټایمز په نشریه کی په یو یاد داشت کی ولیکل: ډونالډ ټرمپ یو ځلې بیا په ایران کی له اعتراضونو وروسته، اټمی موافقه په نښه کړې ده، او د دی احتمال چی له برجام څخه ووځی زیات شوئ دئ.

د دغې لیکنی په دوام کی راغلی دی: ټرمپ او سلاکاران یی شاید فکر وکړی، چی اوس د برجام د له منځه وړلو لپاره ډیر ښه وخت دئ، خو دغه ډول فکر کول، له شرایطو څخه یو کاملاً غلط درک دئ، ځکه چی برجام د ایرانیانو په نزد ډیر محبوب دئ، هغوی دغې موافقې ته په اقتصادی چارو کی د ښه والی د یو مهم ګام په توګه ګوری، چی په اعتراضونو کی د هغوی اصلی غوښتنه هم همدا موضوع وه.

ونډی شرمن په دوام کی لیکی: که ډونالډ ټرمپ اټمی موافقه لغوه کړی، د ایران دولت به خپل د نظر وړ بهرنئ دښمن پیدا کړی؛ ترڅو په هغه باندی په تکیې سره د ملی مقاومت روحیه پیاوړی کړی. پداسی یو وخت کی د خپل نظام د ړنګولو لپاره د ایران له خلګو څخه غوښتنه، ممکنه ده د امریکی په خلاف د لا زیات مقاومت سبب شی. 

*******

د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼی په یو راپور کی لولو:«د ټرمپ په وسیله په عربستان کی د کودتا د پلانولو په هکله د جنجالی کتاب خپریدل»

یو امریکایی لیکوال، پخپل نوی کتاب کی چی پرون جمعه خپور شو، قدرت ته د عربستان د ولیعهد په رسولو کی، د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» رول ته اشاره کړې ده.

د المنار په حواله د ایسنا د راپور په اساس، د« د ټرمپ په سپینه ماڼۍ کی د اور او خشم» د کتاب لیکوال«مایکل وولف» لیکلی دی: کله چی د سعودی عربستان د پاچا زوی او ولیعهد«محمد بن سلمان»، د عربستان د ولیعهدۍ په څوکۍ کښیناست، ټرمپ لاپی شاپی وهلې، او د ځان او خپل زوم په هکله یی ویل: خپل سړئ مو د واګی په سر کی کیناوه. هغه پخپل جنجالی کتای کتاب کی لیکلی دی: ټرمپ خپلو دوستانو ته ویل؛ ده او زوم یی«جارد کوشنر»، په عربستان کی د یوې کودتاه نقشه وکښله. د دغه امریکایی لیکوال د کتاب ځینو برخو، چی په بهر کی خپری شوې، یو لړ عکس العملونه په ځان پسی درلودلی دی؛ او د دی سبب ګرځیدلی چی ټرمپ هم، د دغو مسایلو خپریدل، او د یاد کتاب لیکوال ترحملې لاندی ونیسی.  

******

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی پخپلو نړیوالو راپورونو کی لیکلی دی:«آمریکا؛ له پاکستان سره امنیتی مرستې بندی کړې»

د امریکی د خارجه وزارت ویاندې، له پاکستان سره د وروستیو لانجو په دوام کی، له اسلام آباد سره د واشنګټن د مالی امنیتی مرستې د بندیدو خبر ورکړ. میرمن«هیثر نوئرت» اعلان وکړ: له طالبانو او د«حقانی له شبکې» سره د مبارزې لپاره، د اسلام آباد له خوا د پریکنده اقدام د غوره کیدو په صورت کی، دغه مالی مرسته له سره پیلیږی. دې وویل: د امریکی دولت؛ له پاکستان سره د امنیتی مالی مرستې د ځنډولو په جزئیاتو باندی د کار کولو په حال کی دئ، او د واشنګټن دغه اقدام؛ د یادو دؤو ډلو په خلاف د اسلام آباد له خوا د کافی اقداماتو د نه کیدو له کبله، د امریکی د دولت د نا هیلۍ یو عکس العمل دئ.

ترهه ګرو ډلو د اوږدې مودې په ترځ کی، په پاکستان کی  له خپلو پټن ځایونو او اډو څخه، د افغانستان د هیواد په خلاف د حملو د اجرا کولو لپاره استفاده کړې ده، چی پدغو حملو کی زیات شمیر افغان او امریکایی ځواکونه او خلګ وژل شوی دی. په همدی حال کی د پاکستان خارجه وزیر، د پاکستان د دولت په خلاف په ټویټری پیغام کی د ډونالډ ټرمپ د تورونو په غبرګون کی ولیکل: تاریخ زموږ ؤلس ته ښودلې ده، چی په امریکی د باور په زمینه کی، احتیاط وکړو او هوښیار اوسو.  

******* 

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه کوؤ:

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د پاکستان پر وړاندې د امریکا په نوی دریځ او پر دغه هېواد د پوځی مرستو پر بندیدو بحثونه کړی دی.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د اسلام اباد په خبرداری بحث کړی، او لیکلی دی چې پاکستان دا کار وروسته له هغې کوی چې افغان حکومت په پاکستان د امریکا د نویو فشارونو ملاتړ وکړ.

ورځپاڼه لیکی چې پاکستانی چارواکی ښایی دا فکر کوی چې یوځلی بیا افغانان تر دغې خوږې ګوتې ونیسی او افغان حکومت به مجبوره شی چې پاکستان ته زارۍ وکړی او تر څنګ یې د هغو فشارونو مخالفت وکړی چې امریکا او نوره نړۍ یې پر پاکستان راوړی.

ورځپاڼې وړاندې په خپله تبصره کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د اسلام اباد لپاره سره زر بللی دی چې د بېلابېلو اهدافو لپاره یې کاروی.

ورځپاڼې د سرلیکنې په پای کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې په دې اړه دی ځان اسلام اباد ته کم نه راولی او کډوالو ته دی هر کلی ووایی.

ویسا:  ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د پاکستان په تړاو د امریکا نوی دریځ او د هغې په وړاندې د پاکستانی چارواکو غبرګونونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې په کوم لور روانې دی؟

ورځپاڼه لیکی چې د امریکایی او پاکستانی چارواکو له وروستیو څرګندنو داسې ښکاری چې دواړه هېوادونه لږ تر لږه تر ننه پورې تر ډېره بریده پر یو بل تړلی او متکی وو.

ورځپاڼه د ټرمپ د څرګندونو په اړه د پاکستان د ځینو سیاستوالو او په تېره بیا د عمران خان څرګندونو ته په اشارې لیکی، که د امریکا او پاکستان اړیکې خرابیږی، نو پاکستان به روسیې، چین او ایران ته مخه کوی چې افغانستان به بیا هم د یوی نیابتی جګړې قربانی وی.

 هېواد:  هېواد دولتی ورځپاڼې خپله سرلیکنه پر پاکستان د امریکا د پوځی مرستو د بندېدو مسئلی ته ځانګړې کړې چې د ورځپاڼې په وینا پاکستانی چارواکی یې وارخطا کړی دی.

ورځپاڼه وړاندې د امریکایی چارواکو په حواله لیکی، که له ترهګرۍ ملاتړ پای ته و نه رسېد، نو پر اسلام اباد به نور فشارونه هم راوړل شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې امریکایی چارواکو له پاکستان څخه غوښتی دی چې د نورو اقداماتو تر اعلانېدو مخکې دی د حقانی شبکې اووه ویشت غړی دوی ته وسپاری.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد په حواله لیکلی دی چې امریکا په لومړی پړاو کې پر پاکستان مرستې بندوی، په دویم پړاو کې د بلوڅو او پښتنو قومونو ملاتړ پیلوی چې مشران یې تل د اسلام اباد لخوا د تروریزم په نامه وژل شوی دی او په حقونو یې خېټه اچول شوې ده.

ورځپاڼې د سرلیکنې په پای کې له امریکا غوښتی دی چې دغو فشارونو ته دې تر هغو دوام ورکړی چې اسلام اباد د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شی.

ملی ارمان: ملی ارمان ورځپاڼې بیا د پاکستان په وړاندې د امریکا نوی دریځ ته خوشبینی څرګنده کړې او لیکلی یې دی چې د دی نوی سیاست دوام به پاکستان اړ کړی چې د افغانستان او سیمې په وړاندې په خپل چلند کې بدلون راولی.

ورځپاڼه لیکی چې امریکا د لومړی ځل لپاره د پاکستان په وړاندې پر واقعیتونو ولاړ دریځ غوړه کړی دی چې اغېز به یې ډېر ژر راڅرګند شی.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلی دی چې امریکا پاکستان ته خپلې مالی او پوځی مرستې چې شاوخوا یو میلیارډه ډالر وو، وځنډولې.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو ویاند په حواله لیکلی دی چې دا مرستې به تر هغې بندې وی چې پاکستان د ترورېزم په وړاندې او په تېره بیا د طالبانو او حقانی شبکې په وړاندې چې ټوله سیمه یې بې ثباته کړې ده، اقدام ونه کړی.