امریکا له شمالی کوریا سره خبرو ته چمتو ده
Jan 07, 2018 01:00 Asia/Kabul
-
دامریکا لیکوال مائیکل وولف ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو(۱) شوقین ، تمه دار(Greedy) او شیطاني شخصیت بللی دی .
زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې زه د شمالی کوریا له ولسمشر کیم جونګ ان سره په ټیلی فون خبرو ته تیار یم .
هغه وویل دشمالی او جنوبی کوریا ترمینځ په خبرو کښې به مثبت پرمختګ رامینځته شی .
امریکا له تیرو کلونو راهسې ډیره هڅه کړی ده چې د شمالی او دجنوبی کوریا ترمینځ د خبرو د ترسره کیدا او دشخړې دختمیدا مخه ونیسی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز دده په هکله د لیکل شوی کتاب «فایر اینډ فیوری» د لیکوال مائیکل وولف شننې ته په غبرګون سره وویل زما په ژوند کښې ترټولو ښې شتمۍ زما ذهنی ثبات او چاق او چوبند کیدل دی .
د ویلو ده چې دامریکا لیکوال مائیکل وولف ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو(۱) شوقین ، تمه دار(Greedy) او شیطانی شخصیت بللی دی .
ټیګونه