امنیت شورا د کابل ترهګر برید وغاند
Jan 07, 2018 01:48 Asia/Kabul
-
ملګروملتونو له ټولو هیوادونو وغوښتل دکابل له حکومت او اړونده مسولانو او چارواکو سره فعاله ملګرتیا وکړي .
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان په پلازمینې کابل کښې دداعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې حمله چې شل(۲۰) کسان پکښې وژل شوی اودیرش(۳۰) نور ژوبل شوی وو وغندله .
امنیت شورا دکابل د تیرې پنجنشبې ورځ د ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ددغه پیښې د ژوبلو کسانو د غور په بهیر کښې دچټکیا د راوستلو غوښتنه وکړه .
د ملګروملتونو چارواکو د کابل د وروستۍ ترهګرې حملې د مالی ملاتړو او مسولو کسانو د پیژندلو او محاکمه کولو پرضرورت دټینګار په ترڅ کښې له ټولو هیوادونو وغوښتل په دې اړه دکابل له حکومت او اړونده مسولانو او چارواکو سره فعاله ملګرتیا وکړی .
ټیګونه