امریکا د ایران په چارو کښې لاسوهنې کوی
-
د واشنګټن چارواکو په ډاګه دبلواګرو د ملاتړ په ترڅ کښې دایران کورنۍ موضوع په امنیت شورا کښې مطرح کړه خو د امریکا د ایران ضد هڅو سخته ماتي وخوړله .
زمونږخبریال وایی دامریکا د ران پال موسسې(Ron Paul Institute) مقاله لیکونکی مایکل ایس روزف(Michael S .Rozeff) دایران په بلواو کښې دامریکا د چارواکو په لاسوهنې سخته نیوکه وکړه .
هغه په ایران کښې له بلواګرو د ملاتړ په اړه په ملګروملتونو کښې دامریکا دسفیرې نیکی هیلې او دولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د واشنګټن چارواکی باید په دې اړه غلی کینی .
دامریکا دغه لیکوال وویل په ایران کښې دانتخاباتو یو(۱) نظام شته او یوشمیر ادارې د انتخاباتو په کاندیدانو غور کوی .
هغه وویل په امریکا کښې هم دانتخاباتو یوشمیر ادارې د ټاکنو په کاندیدانو غور کوی او ستره محکمه له قانون څخه زیات قدرت لری او دهیواد نفوذ لرونکی ارګانونه او جاسوسۍ ادارې نامحدود غیرډیموکراټیک قدرت لری .
دایران په بیلابیلوسیمو کښې په وروستیو بلواو پسې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په ملګروملتونو کښې ددغه هیواد د سفیرې نیکی هیلې په شمول د واشنګټن چارواکو په ډاګه دبلواګرو د ملاتړ په ترڅ کښې دایران کورنۍ موضوع په امنیت شورا کښې مطرح کړه خو د امریکا د ایران ضد هڅو سخته ماتی وخوړله .