په امریکا کښې ډیر بې کوره کسان شته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62853-په_امریکا_کښې_ډیر_بې_کوره_کسان_شته
زمونږ خبریال وایی دامریکا د سپینۍ ماڼۍ په څو قدمو کښې کابو اوه زره پینځه سوه(۷۵۰۰) بې کوره کسان له سخت ساړه سره مخ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2018 02:42 Asia/Kabul
  • امریکا باید دترهګرو ډلو دجوړولوپرځاې دخپل هیواد دخلکو اقتصادي حالت ښه کړي .
    امریکا باید دترهګرو ډلو دجوړولوپرځاې دخپل هیواد دخلکو اقتصادي حالت ښه کړي .

زمونږ خبریال وایی دامریکا د سپینۍ ماڼۍ په څو قدمو کښې کابو اوه زره پینځه سوه(۷۵۰۰) بې کوره کسان له سخت ساړه سره مخ دی .

د امریکا له بې کوره کسانو سره د مرستې د ټولنې دارتباطاتو دبرخې مسول کیټ ویلی (Kate Wiley) باوری دی په تیرو پینځو (۵)کلونو کښې په هیواد کښې د هغو کسانو شمیر چې کورونه نلری ډیر زیات شوی دی .

د واشنګټن یوه(۱) بې کوره شوی ښاریز چارلز جکسون وویل چې د تیر میلادی کال په اګست میاشت کښې یې له شل (۲۰)کاله  نجارۍ وروسته خپل کار له لاسه ورکړی دی او نور د هغه کور چې پکښې وسیدم د کرایې  د ورکولو وس نلرم .

هغه وویل په واشنګټن کښې یوازې  هغه خلک چې زیات معاش او تنخوا ولری د ځان او کورنۍ لپاره کور په کرایې نیولی شی .

دامریکا دفیډرال حکومت یو (۱)نوی تحقیق وایی چې په دغه هیواد کښې هره شپه څه دپاسه پینځه لکه(۵۰۰۰۰۰) خلک په واټونو کښې ژوند کوی .

امریکا دخپلو خلکو دمالیاتو پیسې په نورو هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو په جوړولو او ورسره په پوځی او مالی مرستو لګوی خو دخپل هیواد ډیر  خلک یې بې کوره دی او ډوډۍ نلری .

امریکا باید دترهګرو ډلو دجوړولوپرځاې دخپل هیواد دخلکو اقتصادی حالت ښه کړی .