په امریکا کې په ډزو کې نور ۲۴کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62895-په_امریکا_کې_په_ډزو_کې_نور_۲۴کسان_ووژل_شول
د دغه مرکز په یوه بل راپور کې وئیل شوی دی ، دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ۲۰۱۷کال له پیل راهسې تر وروستیو پورې د ډزو یو شپیته زره او درې سوه پنځه موردونه ثبت شوی دی ، چې په نتیجې کې ئې پنځلس زره پنځه سوه اته څلویښت کسان وژل شوی او څه دپاسه یو دیرش زره نور ټپیان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 07, 2018 14:03 Asia/Kabul
  • په امریکا کې په ډزو کې نور ۲۴کسان ووژل شول

د دغه مرکز په یوه بل راپور کې وئیل شوی دی ، دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ۲۰۱۷کال له پیل راهسې تر وروستیو پورې د ډزو یو شپیته زره او درې سوه پنځه موردونه ثبت شوی دی ، چې په نتیجې کې ئې پنځلس زره پنځه سوه اته څلویښت کسان وژل شوی او څه دپاسه یو دیرش زره نور ټپیان شوی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  په امریکا کې د  وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو دثبتونې  مرکز  نن دیوې   اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په تیر شواروز کې  په بیلابیلو  ایالتونو کې د  ډزو ۴۲موردونه ثبت شوی چې په نتیجې کې  ۲۴کسان وژل شوی او ۲۹نور ټپیان شوی دی .

  د دغه  رابور په اساس زیاتره ډزې  به پنسیلوانیا، کنزاس ، لوئیزیانا او تنسی  ایالتون وکې رامینځة شوی دی .

  په  امریکا کې دغه  مرکز  پخپلې  اعلامیې کې همداراز زیاته کړې  په تیرو ۴۸ساعتونو کې  په امریکا کې ټول ټال ډزو ۱۳۵موردونه ثبت شوی دی ،  چې  له امله ئې  کابو یو شپیته کسان وژل شوی او  درې اتیا نور ټپیان شوی دی .