شمالی کوریا جنوبی کوریا ته ورزش کاران استوی
-
په جنوبي کوریا کښې د اولمپیک لوبې د روان میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې کیږي .
زمونږخبریال وایی شمالی کوریا به په راتلونکی میاشت کښې جنوبی کوریا کښې اولمپیک لوبو ته خپل یوشمیر ورزش کاران او هنرمندان او خبریال واستوی .
د شمالی او دجنوبی کوریا دمشرانو ترمینځ دغه موافقه له دوه(۲) کاله ځنډ وروسته نن په ترسره شویو خبرو کښې شوی ده .
د جنوبی کوریا د اتحاد وزیر چو میونګ ګیون (Cho Myung- Gyun)وویل دشمالی کوریا په ورزش کارانو سربیره ددغه هیواد هنرمندان او خبریالان هم سئول ته ورشی .
دشمالی او دجنوبی کوریا د خبرو لومړنی پړاو نن په سئول کښې پاې ته ورسید .
هغه وویل جنوبی کوریا وړاندیز کړی چې شمالی او جنوبی کوریا د اولمپیک د لوبو د پرانیستلو او دپاې په دستورو کښې په ګډه ګډون وکړی .
په جنوبی کوریا کښې د اولمپیک لوبې د روان میلادی کال په فرورۍ میاشت کښې کیږی .
دغه موافقه د شمالی کوریا د اټومی پروګرام پرسر له څو میاشتو زیاتیدونکو تاوتریخوالو وروسته یوه (۱)مهمه ډیپلوماټیکه بریا ده .
دغه راز دشمالی کوریا رسنیو دامریکا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې ویلی وو د پیانګ یانګ پرضد زما سخت دریځ د اولمپیک لوبو په اړه په خبرو کښې اسانتیا رامینځته کړی ده سخته نیوکه وکړه .