مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی د ایران د خارجه وزیر له قوله لیکلی دی: د برجام په هکله د ۵+۱ ډلې د دریو اروپایی غړیو سره غونډه لرو- او سوله ایز اعتراض د خلګو حق دئ.
د ایران خارجه وزیر«محمد جواد ظریف» ټینګار وکړ: چی د اروپا له اتحادیی سره به خبری اترې د اټمی جامع پروګرام(برجام) په هکله وی، او پدې هکله د یو شمیر اسرائیلی رسنیو خبرونه جعلی او بی اساسه دی.
محمد جواد ظریف، د تهران د امنیتی کنفرانس په څنګ کی پدې هکله د یوې پوښتنی په ځواب کی؛ چی آیا د جرمنی مقامونو له تاسو غوښتی دی، چی د هیواد د وروستیو حالاتو په باره کی د خبرو اترو لپاره، جرمنی ته سفر وکړئ؟ وویل: هغه خبرې چی زموږ ترمنځ شوی دی، دا دی چی پدی ورځو کی د برجام اهمیت؛ په تیره بیا د امریکی د متحده ایالتونو تخریبی سیاستونو ته په پام سره، د برجام په هکله د ایران او د اروپا اتحادیې د دریو غړیو هیوادونو ترمنځ، مشورتی غونډه وشی.
ظریف، په ایران کی د وروستیو بدلونونو په اړه وویل: په بهر کی هڅه وشوه؛ له دغې موضوع څخه ناوړه استفاده وکړی. البته؛ نیوکه او سوله ایز اعتراض د خلګو حق دئ، او له تاوتریخوالی سره توپیر لری. ظریف زیاته کړه: امریکائیانو هڅه وکړه؛ له دغې پیښې څخه د خپلو اهدافو په لاره کی، سیاسی ناوړه استفاده وکړی. خو ومو لیدل چی څرنګه؛ د امنیت په شورا کی یواځی او منزوی شول، او ټولو هیوادونو د دی پرځای چی د هغوی د نظر وړ مسایلو په هکله خبری وکړی، د برجام د ساتنې د ضرورت، او د نورو هیوادونو په داخلی چارو کی له دخالت څخه د ډډه کولو په هکله خبری وکړې، او پدې هکله یی اندیښنه څرګنده کړه؛ چی دغه موضوع د سیاسی اهدافو لپاره د استفاده کولو پلمه وګرځی.
*******
د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره، د ایران د خارجه وزارت د ویاندوی د پرونی خبری کنفرانس په هکله یو راپور لیکل شوئ؛ چی ځینی برخی یی را اخلو. بهرام قاسمی؛ په چین کی ایرانیو سوداګرو ته د ورپیښ شویو مشکلاتو، او پدې هکله چی چینائیان خپلو پانګه والو ته، په ایران کی د پانګونې اجازه نه ورکوی، څرګنده کړه: موږ د تیرو کلونو په اوږدو کی له چین سره پراخی همکارۍ درلودلی دی، او پدی لړ کی یو شمیر مشکلات هم پیښ شوی دی؛ خو پدې هکله خبر نه یم او فکر نه کوم چی کوم کس؛ چینایی شرکتونه، له ایران سره په همکارۍ کی محدود کړی وی.
بهرام قاسمی، د خپلو خبرو په یوه بله برخه کی څرګنده کړه: بروکسل ته د محمد جواد ظریف سفر، یواځی د برجام لپاره دئ، او دغه سفر د روانی اونۍ په وروستیو کی، په هغې غونډه کی د برخه اخیستو په منظور بڼه نیسی؛ چی د موګرینی او د دریو اروپایی هیوادونو د خارجه وزیرانو په شتون جوړیږی.
قاسمی زیاته کړه: د جنورۍ په ۱۳ نیټه، د برجام په چوکاټ کی د ایران په خلاف؛ د امریکی د بندیزونو د ځنډولو د تمدید وخت ته د نږدی کیدو له کبله، میرمن موګرینی، ښاغلی ظریف، او د بریتانی؛ فرانسی او جرمنی خارجه وزیرانو ته بلنه ورکړه، چی د برجام او هغو بدلونونو په باره کی؛ چی کیدای شی د جنورۍ له ۱۳ نیټی وروسته بڼه ونیسی، د یوې غونډې په ترځ کی له یو او بل سره خبری اترې وکړی. او دا چی ویل شوی دی، چی پدغه غونډه کی به، د ایران د داخلی مسایلو په باره کی خبری وشی، کاملاً دروغ دی، او په نورو خاصو اهدافو سره مطرح شوی دی.
*******
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی چین ته د فرانسی د ؤلس مشر د سفر په اړه راپور چمتو کړئ، او پخپل یو سر ټکی کی یی لیکلی دی: امانوئل ماکرون، د دری ورځنی سفر لپاره چین ته لاړ. د فرانسی ؤلس مشر،امانوئل ماکرون، پرون د یوې دری ورځنۍ لیدنې لپاره، چین ته ورسید.
ماکرون پدی سفر کی، خپل چینائی همرتبه ته د یو آس په ډالۍ کولو سره؛ هغه هک حیران کړ؛ خو په مقابل کی یی، له بجینګ څخه وغوښتل چی د وریښمو له لارې، په تجارت کی د یو ملګری په توګه د لویدیځ د شتون لپاره، لاره هواره کړی. د فرانسی ؤلس مشر له دې وړاندی؛ د یو نړیوال قدرت په توګه د چین ودې او پراختیا ته په اشارې سره وعده ورکړې وه، چی د خپل ؤلس مشرۍ د دورې په اوږدوکی به، لږ تر لږه په کال کی یو ځل د رسمی لیدنې لپاره؛ چین ته سفر وکړی. پدی سفر کی، څه د پاسه ۵۰ تنه اقتصادی لوړ پوړی مقامونه د فرانسی له ؤلس مشر مل دی.
بجینګ، په آسیا کی د فرانسی ډیر ستر اقتصادی شریک ګنل کیږی؛ خو تیر کال، د دؤو هیوادونو تجارتی معاملې د ۳۰ میلیارد ډالرو په ارزښت، او د چین د صادراتو په ګټه وې.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی، د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ وروستیو ډیپلماټیکو لانجو په پام سره، لیکل شوی دی: پاکستان؛ په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو لپاره د پوځی سامان آلاتو د لیږلو د لارې د بندولو مسئله، په اجنډا کی را وستله.
د پاکستان د خارجه وزارت لوړ پوړو مقامونو وویل: اسلام آباد، د پاکستان د خاورې له لارې؛ په افغانستان کی د مستقرو امریکایی ځواکونو لپاره، د پوځی اړتیاؤو او نورو تجهیزاتو د لیږلو د لارې د بندولو د موضوع د څیړلو په حال کی دئ. پاکستان همداراز له دغه هیواد سره د امریکی د مالی او امنیتی مرستو د بندیدو په عکس العمل کی، د پاکستان له لارې افغانستان ته د ناټو د کالیو د منتقلولو مالیات، سل په سلو کی زیاتوی.
پداشان شرایطو کی، د امریکی دفاع وزیر«جیمز مټیس» په یوې عجیبه بیانیه کی څرګنده کړه: سره له دې چی له پاکستان سره زموږ پوځی اړیکی پری دی؛ او له دغه هیواد څخه ملاتړ نه کوؤ، خو هماغه راز د پاکستان له پوځی مشرانو سره اړیکی لرو، او د هغوی له مرستې څخه استفاده کوؤ.
*******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د راولاړې شوې لانجې او په افغانستان کې د برښنایی تذکرو د وېش په وړاندې د ځنډ په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.
هیواد
هیواد دولتی ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلی، پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو حضور تأیید کړ.
په مطلب کې راغلی: د نوموړی هیواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وروسته له دې چې امریکا پر پاکستان د طالبانو د پناه ځایونو په خاطر فشارونه زیات کړل ویلی، په پاکستان کې د افغانستان د حکومت د وسلهوالو مخالفینو د حضور ادعا نه ردوم، خو دا ډلې ممکن د پاکستان په خاوره کې په نا منظم ډول حضور ولری.
په مطلب کې راغلی، خواجه اصف له جیو نیوز خصوصی ټلوېزېون سره په مرکه کې د پاکستان په خاوره کې د حقانی شبکې د حضور په اړه د امریکایی او افغان چارواکو څرګندونو ته په اشارې سره ویلی، دا ادعا کاملاً نه ردوم، موږ یوازې دا خبره کوو چې دوی زموږ په خاوره کې په تنظیم شوی ډول نه اوسی.
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د موضوع په تړاو د یو شمیر پاکستانی ورځپاڼو په حواله لیکلی، د دغه هیواد چارواکی په دې بوخت دی چې څنګه امریکایی ځواکونو ته، هغوی چې په افغانستان کې میشت دی، د پاکستان د تجهیزاتو او خوراکی موادو رسولو لار بنده کړی.
په مطلب کې راغلی، اسلاماباد دغه کار امریکا سره د ډیپلوماتیکو اختلافونو وروسته کوی، خو په مطلب کې دا هم ویل شوی چې په دې اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د مطلب لیکوال لیکی:
۱۷ کاله کبږی چې په افغانستان کې میشتو امریکایی ځواکونو ته د پاکستان له لارې تجهیرات او خوراکی مواد رالبږل کبږی.
ملی ارمان
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د بریښنایی تذکرو په وېش کې د ځنډ په تړاو د افغان حکومت د اجرائیه رئیس د تیرې ورځې څرګندونې راخیستی، چې بریښنایی تذکرې د افغانستان د ټولو خلکو د قناعت پرته نه وېشل کیږی.
په مطلب کې راغلی، عبدالله عبدالله ویلی چې د بریښنایی تذکرو په وېش سره باید ملی یووالی رامنځته شی، نه ملی نفاق.
سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا همدا موضوع په خپله سرمقاله کې راخیستې ده.
ورځپاڼه لیکی، لیرې نه ده چې ولس له بریښنایی تذکرو تیر شی.
په سرمقاله کې راغلی، که د څو نفرو فرمایشونو ته غوږ نیول کیږی، نو بیا دا تذکرې تر قیامته هم نه وېشل کیږی.
سرمقاله لیکونکی لیکلی، که د ۳۰ میلیونه وګړو د برخلیک خبره وی؛ او بیا هم حکومت د ۳۰ کسانو خولې ته ګوری دا بیا حکومت نهشی کیدلای.
ورځپاڼه وایی، حکومت باید په دې مسئله کې خپل موجودیت ثابت کړی، ځکه د ورځپاڼې په باور که دغه لړۍ تر دې زیاته ځنډوله کیږی حکومت به خلکو ته ناکاره او بېوسه ښکاره شی.