امریکا دفلسطین دمسلې دحل رول له لاسه ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63029-امریکا_دفلسطین_دمسلې_دحل_رول_له_لاسه_ورکړی
زمونږخبریال وایی د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس دقدس په اړه دامریکا دولسمشر محمود عباس فیصله خطرناکه او په نړیوالو ټولنو کښې ددغه هیواد دڅیرې د داغی کیدا سبب وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2018 12:39 Asia/Kabul
  • دقدس ښار په اړه دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله د فلسطین دشخړې دحل په سیاسي بهیر کښې د مشکلاتو د رامینځته کیدا سبب شوي ده .
    دقدس ښار په اړه دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله د فلسطین دشخړې دحل په سیاسي بهیر کښې د مشکلاتو د رامینځته کیدا سبب شوي ده .

زمونږخبریال وایی د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس دقدس په اړه دامریکا دولسمشر محمود عباس فیصله خطرناکه او په نړیوالو ټولنو کښې ددغه هیواد دڅیرې د داغی کیدا سبب وبلله .

د ناروې خارجه وزیرې میرمن اینه مارکی اریکسن (Ine Marie Eriksen)بیګاپه رام الله کښې دفلسطین د تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په کتنې کښې د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس ښار په اعلانولو کښې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې په شمول د فلسطین د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وکړې .

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ډاګینه کړه اروپایی اتحادیه خپل اقتصادی او سیاسی مقام ته په پام سره داسرائیلو او دفلسطین ترمینځ د کړکیچ دسیاسی حل په بهیر  کښې رول لوبولای شی .

د ناروې خارجه وزیرې هم په دغه کتنې کښې وویل دقدس ښار په اړه دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله د فلسطین دشخړې دحل په سیاسی بهیر کښې د مشکلاتو د رامینځته کیدا سبب شوی ده او زیاته یې کړه زه دقدس په اړه دامریکا له چارواکو سره دخبرو لپاره واشنګټن ته ورځم .