سعدحریری وایی حزب ا... د لبنان د حکومت غړې دې
د لبنان لومړی وزیر سعد حریری وویل د لبنان په دولت کی د حزب ا... ګډون په دغه هیواد کی د سیاسی ثبات سبب شوی دی
د ایرنا له راپور سره سم د لبنان لومړی وزیر سعد حریری وویل د لبنان په دولت کی د حزب ا... ګډون په دغه هیواد کی د سیاسی ثبات سبب شوی دی .
سعد حریری دا خبره د امریکا له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼۍ سره په مرکه کی کړی ده . ده ویلی دی چی هیڅکله له حزب ا... سره د مقابلې نیت نلری . ده همداراز ویلی دی چی هڅه کوی خپل هیواد د عربستان او ایران ترمینځ له اختلافاتو لیری کړی .
حریری د ۲۰۱۷ میلادی کال د نومبر په ۴ په ریاض کی په یوه بیانیه کی له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه چی ډیرو چارواکو او شناندو د هغه دا کار د عربستان د دباو په نتیجه کی وباله چی هدف یې د لبنان په حزب ا... ګوزار کول وو . خو بیا وروسته حریری له شلو ورځو غیبته وروسته لبنان ته ستون او خپله استعفا یې بیرته واخیسته .