سعدحریری وایی حزب ا... د لبنان د حکومت غړې دې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63251-سعدحریری_وایی_حزب_ا..._د_لبنان_د_حکومت_غړې_دې
د لبنان لومړی وزیر سعد حریری وویل د لبنان په دولت کی د حزب ا... ګډون په دغه هیواد کی د سیاسی ثبات سبب شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2018 13:00 Asia/Kabul
  • سعدحریری وایی حزب ا... د لبنان د حکومت  غړې دې

د لبنان لومړی وزیر سعد حریری وویل د لبنان په دولت کی د حزب ا... ګډون په دغه هیواد کی د سیاسی ثبات سبب شوی دی

 

د ایرنا له راپور سره سم د  لبنان لومړی وزیر سعد حریری وویل د لبنان په دولت کی د حزب ا... ګډون په دغه هیواد کی  د سیاسی ثبات سبب شوی دی .

سعد حریری دا خبره د امریکا له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼۍ سره په مرکه کی کړی ده . ده ویلی دی چی هیڅکله له حزب ا... سره د مقابلې  نیت نلری . ده همداراز ویلی دی چی هڅه کوی خپل هیواد د عربستان او ایران ترمینځ له اختلافاتو لیری کړی .

حریری د ۲۰۱۷ میلادی کال د نومبر په ۴ په ریاض کی په یوه بیانیه کی له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه  چی ډیرو چارواکو او شناندو د هغه دا کار د عربستان د دباو په نتیجه کی وباله چی هدف یې د لبنان په حزب ا... ګوزار کول وو . خو بیا وروسته حریری له شلو ورځو غیبته وروسته لبنان ته ستون او خپله استعفا یې بیرته واخیسته .