د امریکا تور د جنګ لپاره یوه پلمه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64645-د_امریکا_تور_د_جنګ_لپاره_یوه_پلمه_ده
د امریکا د کیلی فورنیا پوهنتون استاد ډیویډ یعقوبیان دسیمې لپاره دایران د ګواښ په اړه د جاسوسۍ ادارې سی ای ای(CIA) دمشر وینا دروغ او د جنګ لپاره دپلمې لټول وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2018 02:09 Asia/Kabul
  • په سیمه او دایران سرحدونو ته نږدې دا مریکا بې ثبات کونکی او لاسوهونکی شتون دی چې دسیمې د ټولو هیوادونو ګټو ته ګواښ کوي .
    په سیمه او دایران سرحدونو ته نږدې دا مریکا بې ثبات کونکی او لاسوهونکی شتون دی چې دسیمې د ټولو هیوادونو ګټو ته ګواښ کوي .

د امریکا د کیلی فورنیا پوهنتون استاد ډیویډ یعقوبیان دسیمې لپاره دایران د ګواښ په اړه د جاسوسۍ ادارې سی ای ای(CIA) دمشر وینا دروغ او د جنګ لپاره دپلمې لټول وباله .

هغه پرون له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې د ایران دسیمه ایزو سیاستونو په اړه دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ای ای(CIA) د مشر مایک پومپئو(Mike Pompeo) له ګواښ څخه په ډکې وینا دنیوکې په ترڅ کښې وویل امریکا ، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان کلونه کلونه کیږی چې په ایران دپوځی حملې لپاره پلان جوړوی خو دغه هیوادونه په سیمه کښې له ایران سره د مقابلې توان نلری .

د کیلی فورنیا دپوهنتون دغه استاد ډیویډ یعقبوبیان د توغندیو  دهغو ټوټو د ښودلو په اړه چې امریکا ادعا کوی دایران لخوا یمن ته استول شوی دی وویل دغه مدرکونه او نښې نښانې چې نندرې ته وړاندې شوې دسعودی عربستان لخوا امریکا ته ورکړل شوی چې دا په خپله پوښتنه رامینځته کونکی چاره ده .

دایران دبهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمی دتهران په اړه دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای  (CIA)دمشر مایک پومپئو د وروستیو څرګندونو په غندلو سره وویل دهغه څه په اپوټه  چې د امریکا دغه چارواکی یې د القا کولو نیت لری دا په سیمه او دایران سرحدونو ته نږدې دا مریکا بې ثبات کونکی او لاسوهونکی شتون دی چې دسیمې د ټولو هیوادونو ګټو ته ګواښ کوی .

د امریکا د جاسوسۍ ادارې سی ای ای (CIA)مشر مایک پومپئو وړمه ورځ دتهران پرضد د واشنګټن د چارواکو د چټې خبرو په دوام کښې دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې دبې ثباتۍ په رامینځته کونکو فعالیتونو تورن کړی او ویې ویل واشنګټن په سیمه کښې د ایران په پراخ نفوذ او اغیزشیندنې اندیښمن دی .

امریکا له دې مخکې هم په ځلونو ایران چې په سیمه کښې دامریکا او دسعودی عربستان تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره په مبارزې کښې اساسی رول لری په بې ثباتۍ رامینځته کونکو فعالیتونو تورن کړی وو .