ال سعود رژیم د امریکا او داسرائیلوګوډاګی دی
-
ال سعود رژيم په سیمه کښې د بشري حقوقو خلاف ورزیو او د ولسي خوځښتونو ځپلو ته دوام ورکړی دی .
زمونږ خبریال وایی دترکیې د نړیوالو مسایلو کارپیژاند عباس کارا اغاچلی وویل د سعودی عربستان ال سعود رژیم دیمن دخلکو د وژلو لپاره دامریکا او داسرائیلو لاسپوڅی دی .
هغه ټینګار وکړ دسعودی عربستان د ال سعود رژیم له جوړیدا راهسې دغه رژیم دامریکا او داسرائیلو دغوښتنو په چوکاټ کښې په سیمه کښې د بشری حقوقو خلاف ورزیو او د ولسی خوځښتونو ځپلو ته دوام ورکړی دی .
دترکیې دغه سیاسی کارپیژاندی دغه راز دبحرین د ولسی انقلاب دځپلو لپاره د ال خلیفه او دال سعود رژیمونو هڅې ته په اشارې سره وویل د بحرین انقلاب چې اته(۸) کلن شوی یو خودجوشه حرکت او له امپریالیسټی او زور ویونکو قدرتونو په تیره بیا امریکا سره د مقابلې په چوکاټ کښې دی .
دترکیې د پوهنتون دغه استاد دبحرین دخلکو پرضد د ال خلیفه رژیم د بې عدالتیو او د جنایتونو په وړاندې د نړیوالو موسسو او ټولنو په چپتیا نیوکې سره ټینګار وکړ دبحرین ملت به دخپلو انسانی حقوقو او دانقلاب د دفاع لپاره تر اخری سا پورې مقابله وکړی .