د پاکستان په اړه به د امریکا سیاست ګټه ونلری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65909-د_پاکستان_په_اړه_به_د_امریکا_سیاست_ګټه_ونلری
زمونږ خبریال وایی په امریکا کښې دیره د ووډرا ویلسن مرکز اسیا پروګرام (Woodrow Wilson Centre,s Asia)په یوه(۱) کانفرنس کښې وویل
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 19, 2018 16:13 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د اوسني بندون  مهم عامل یوازې حقاني ډله او طالبان نه دي .
    په افغانستان کښې د اوسني بندون مهم عامل یوازې حقاني ډله او طالبان نه دي .

زمونږ خبریال وایی په امریکا کښې دیره د ووډرا ویلسن مرکز اسیا پروګرام (Woodrow Wilson Centre,s Asia)په یوه(۱) کانفرنس کښې وویل

د ترهګرۍ د ملاتړ کونکی هیواد په توګه د پاکستان اعلانول به داسې حالت رامینځته کړی چې له هغه  بیرته ستنیدل به مشکل وی  او دغه چاره به دخپلو سیاستونو دبدلولو لپاره د پاکستان په مجبورولو کښې ناکامه شی او په افغانستان کښې دامریکا له ماموریت سره به مرسته ونکړی .

دامریکا د واشنګټن پوهنتون د عمومی اړیکو د ښوونځی یوه پروفیسر سټیفن ټینکل (Stephen Tankel) وویل د ترهګرۍ دملاتړ په توګه دیوه(۱) هیواد اعلانول کومه حل لاره نه ده بلکې هغه یوه(۱) ډیره سخته مسله ده .

د امریکا د مشال راډیو(Mashaal Radio) مدیر داوود خټګ هم  د ترهګرو د ملاتړی هیواد په توګه دپاکستان داعلانولو موضوع رد کړه  او ویې ویل زه باوری یم چې دغه مسله به اپوټه نتیجه ولری .

هغه وویل  که چیرې امریکا پاکستان  دترهګرۍ ملاتړی هیواد اعلان کړی  او بیا هم د پاکستان سیاست بدل نشی نو د امریکا راتلونکی اقدام به څه وی ؟ ایا امریکا به د پاکستان پرضد نور جدی ګامونه پورته کړی .

د امریکا په واشنګټن کښې په بروکینګ انسټی ټیوټیشن(Brooking Institutiond) کښې یوې(۱) مهمې میرمنې مدیحه افضل چې څه موده مخکې یې د پاکستان په اړه یو()۱ کتاب هم لیکلی دی دامریکا له  وړاندیز سره  مخالفت وکړ او په واشنګټن کښې یې ډیرپلیټ فارمونه(Platforms) رامینځته کړل .

هغې  دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت غږ وکړ چې له چین سره کار وکړی  او چین پاکستان دې ته وهڅوی  چې په افغانستان  کښې دپاکستان درول او لاسوهنې په اړه دامریکا شکایتونو ته غوږ واچوی .

دغه راز دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا هم څو ورځې مخکې دامریکا سیاست جوړونکو ته ویلی وو په افغانستان کښې د اوسنی بندون  مهم عامل یوازې حقانی ډله او طالبان نه دی بلکې  دا د واشنګټن دغلطې ستراتیژۍ تعقیبول دی چې ددغو ډلو د پیاوړتیا سبب شوی ده .