روسیې د ایران ضد دپریکړه لیک مسوده ویټو کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66395-روسیې_د_ایران_ضد_دپریکړه_لیک_مسوده_ویټو_کړه
ایرنا خبری اژانس وایی دملګروملتونو په امنیت شورا کښې د یمن پرضد د وسله والو بندیزونو د تمدید لپاره د بریتانیا لخوا وړاندیز شوی د ایران ضد پریکړه لیک د روسیې لخوا ویټو شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2018 00:48 Asia/Kabul
  • په یمن کښې دسعودي عربستان جنګ غوښتنه تراوسه د لسګونو زرو خلکو دوژلي کیدا او د میلیونونو ښاریزو د  کډوالیدا سبب شوي ده .
    په یمن کښې دسعودي عربستان جنګ غوښتنه تراوسه د لسګونو زرو خلکو دوژلي کیدا او د میلیونونو ښاریزو د کډوالیدا سبب شوي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی دملګروملتونو په امنیت شورا کښې د یمن پرضد د وسله والو بندیزونو د تمدید لپاره د بریتانیا لخوا وړاندیز شوی د ایران ضد پریکړه لیک د روسیې لخوا ویټو شو .

امنیت شورا پرون دیمن پرضد د دوو(۲) پریکړه لیکونو په مسودو د غور لپاره غونډه جوړه کړه .

د لومړی(۱) پریکړه لیک مسوده د بریتانیا په وړاندیز او یمن ته د وسلو د استولو له ادعا وروسته د ایران پرضد د دباو د راوستلو  په هدف سره وه چې د روسیې لخوا ویټو  شوه  .

د دوهم (۲)پریکړه لیک مسوده  د روسیې په وړاندیز خو یوازې د راتلونکی میلادی تر فرورۍ میاشتې پورې دیمن پرضد د وسله والو بندیزونو د تمدید لپاره وه چې د ملګروملتونو دامنیت شورا د ټولو دائمی او غیر دائمی غړیو په مثبتو رایو سره تصویب شوه .

بریتانیا ددغه  پریکړه لیک مسوده د امریکا او دفرانسې په مرستې سره برابره کړی وه .

سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو، امریکا، بریتانیا او دفرانسې په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن پرضد  پوځی تیریو او دسمندر ، هوا او ځمکې له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې دسعودی عربستان جنګ غوښتنه تراوسه د لسګونو زرو خلکو دوژلی کیدا او د میلیونونو ښاریزو د  کډوالیدا سبب شوی ده .

دسعودی عربستان تیریګر ائتلاف تل چټی ادعا کوی چې ایران دیمن ولسی ځواکونو ته وسلې او توغندی ورکوی او په دغه کار سره دیمن دکړکیچ دحل په لاره کښې خنډ رامینځته کوی .

خو دیمن چارواکو په ځلونو ټینګار کړی دی ددغه هیواد دپوځ دفاعی قدرت کاملا ځایی دی او دسعودی عربستان د ال سعود دیکتاتور رژیم لخوا دیمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره دهیواد دفاعی قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .

دایران دباندنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی هم څه موده مخکې دایران پرضد د فضا جوړونې په غندلو سره په کامل ډول د یمن له کلابندۍ سره سره دغه هیواد ته د ایران لخوا دتوغندیو د استولو ادعا دروغ او هغه یې یوه(۱) چټی سناریو وګڼله .