ټرمپ په جرمنیانو کې د امریکا د اعتماد دکمیدا عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66585-ټرمپ_په_جرمنیانو_کې_د_امریکا_د_اعتماد_دکمیدا_عامل_دی
د ؛پیو څیړنیز انسټیټیوټ دنوی نظر سنجۍ نتیجې ښئ چې،یوازې پنځه دیرش فی صدی جرمنیان د امریکا په با مثبت نظر لری ، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶کال کې کابو اوه پنځوس فی صدی جرمنیانو دغه ډول نظر ښودلی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2018 09:27 Asia/Kabul
  • ټرمپ په جرمنیانو کې د امریکا د اعتماد دکمیدا عامل دی

د ؛پیو څیړنیز انسټیټیوټ دنوی نظر سنجۍ نتیجې ښئ چې،یوازې پنځه دیرش فی صدی جرمنیان د امریکا په با مثبت نظر لری ، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶کال کې کابو اوه پنځوس فی صدی جرمنیانو دغه ډول نظر ښودلی ؤ .

په همداوروستیو کې یوه ترسره شوی  نظر غوښتنه ،  د امریکا په نسبت دجرمنیانو  دمنفی نظر  او  د ډونالډ ټرمپ  واک ته په  رسیدو سره د   دهغوی  په نزد  دامرکیا د اعتبار او باؤر  دکمیدا خبر ورکوی . 

 زمونږخبریال د  : میټل  ډویچه  سایټینګ  ورځپاڼې له قوله راپور راکړ  زیاتره جرمنیان  باوری دی ، دامریکا اوجرمنی  اړیکې د ډونالډ ټرمپ  دولسمشرۍ په پړاؤ کې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی .

د  ؛پیو  څیړنیز انسټیټیوټ    دنوی نظر سنجۍ نتیجې  ښئ چې ،  یوازې پنځه دیرش فی صدی جرمنیان د امریکا په با مثبت نظر لری ، په داسې حال کې  چې  په ۲۰۱۶کال کې  کابو  اوه پنځوس فی صدی جرمنیانو دغه ډول  نظر ښودلی ؤ .

 د دغې نظر غوښتنې په اساس  یوازې یولس فی صدی جرمنیان په دې اند دی چې  ډونالډټرمپ  له سیاسی پلوه په سمه لاره  روان دی .  همدارازپنځه څلویښت فی صدی جرمنیان   تجارتی او اقتصادی  ، پنځه دیرش فی صدی د دواړو  هیوادونو د ګډو ارزښتونو   او شپاړس فی صدی جرمنیان هم    دفاعی اوامنیتی موضوعګانې،   د جرمنی او  امریکا ترمینځ  د  اړیکو ،   مهم اړخونه  ګڼی  

د پیّو  څیړنیزې  موسسې یا ادارې  د څیړنو په اساس،   امریکایان  په ترتیب سره ،  دجرمنی   امنیتی سیاست، تجارتی  مناسبات او ډیموکراټیک  ارزښتونه ،د دواړو هیوادونو په مناسباتو کې مهم ګڼی .