ټرمپ په جرمنیانو کې د امریکا د اعتماد دکمیدا عامل دی
د ؛پیو څیړنیز انسټیټیوټ دنوی نظر سنجۍ نتیجې ښئ چې،یوازې پنځه دیرش فی صدی جرمنیان د امریکا په با مثبت نظر لری ، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶کال کې کابو اوه پنځوس فی صدی جرمنیانو دغه ډول نظر ښودلی ؤ .
په همداوروستیو کې یوه ترسره شوی نظر غوښتنه ، د امریکا په نسبت دجرمنیانو دمنفی نظر او د ډونالډ ټرمپ واک ته په رسیدو سره د دهغوی په نزد دامرکیا د اعتبار او باؤر دکمیدا خبر ورکوی .
زمونږخبریال د : میټل ډویچه سایټینګ ورځپاڼې له قوله راپور راکړ زیاتره جرمنیان باوری دی ، دامریکا اوجرمنی اړیکې د ډونالډ ټرمپ دولسمشرۍ په پړاؤ کې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی .
د ؛پیو څیړنیز انسټیټیوټ دنوی نظر سنجۍ نتیجې ښئ چې ، یوازې پنځه دیرش فی صدی جرمنیان د امریکا په با مثبت نظر لری ، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶کال کې کابو اوه پنځوس فی صدی جرمنیانو دغه ډول نظر ښودلی ؤ .
د دغې نظر غوښتنې په اساس یوازې یولس فی صدی جرمنیان په دې اند دی چې ډونالډټرمپ له سیاسی پلوه په سمه لاره روان دی . همدارازپنځه څلویښت فی صدی جرمنیان تجارتی او اقتصادی ، پنځه دیرش فی صدی د دواړو هیوادونو د ګډو ارزښتونو او شپاړس فی صدی جرمنیان هم دفاعی اوامنیتی موضوعګانې، د جرمنی او امریکا ترمینځ د اړیکو ، مهم اړخونه ګڼی
د پیّو څیړنیزې موسسې یا ادارې د څیړنو په اساس، امریکایان په ترتیب سره ، دجرمنی امنیتی سیاست، تجارتی مناسبات او ډیموکراټیک ارزښتونه ،د دواړو هیوادونو په مناسباتو کې مهم ګڼی .