د وسلو تجارت ارزښت لری که د انسانانو ژوند ؟
-
د انګلستان وسلې په سعودي عربستان خرڅولو ته ډیر لیواله دي او د لندن لپاره د انسانانو ژوند هیڅ ارزښت نلري .
زمونږ خبریال دپاکستان د «دنیا »ورځپاڼې په قول راپور راکړی انګلستان تورن دی چې په یمن کښې د ورانونکو بمباریو لپاره په سعودی عربستان د وسلو خرڅول پټ ساتی .
انګلستان په یمن کښې د حوثی قبایلو پرضد د سعودی عربستان په مشرۍ د پوځی اتحاد له حملې وروسته چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې وشوه تراوسه د شپږ (۶)میلیارډه او څلور سوه(۴۰۰) میلیونو ډالرو په ارزښت خطرناکې وسلې په سعودی عربستان خرڅې کړی دی چې پکښې جنګی جیټ الوتکې او مهمات شامل دی .
خو اوس دغه خبره ایشوا شوی ده چې انګلستان له شپږ(۶)ملیارده او څلور سوه(۴۰۰) میلیونو ډالرو څخه زیاتې وسلې په عربستان خرڅوی .
دغه وسلې دازادې اجازې د نظام پراساس له انګلستان څخه سعودی عربستان ته صادریږی .
د دغه ازادې اجازې د سیسټم پراساس د وسلو صادرونکی شرکتونه ژمن نه دی چې د وسلو خرڅول او بیه(قیمت) اعلان کړی او هغوې دې خبرې ته هم اړتیا نلری چې ووایی چې دغه وسلې کوم هیواد ته صادریږی او په دې ډول د انګلستان حکومت په ډیرې اسانۍ سره دغه خبره پټوی چې په عربستان څومره وسلې خرڅوی .
د وسلو د ازادې اجازې د نظام په خاطر د انګلستان پارلمان هم د وسلو په خرڅولو څارنه نه کوی .
دغه خبره انګلستان ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د لومړی رسمی سفر په بهیر کښې ایشوا شوی ده.
هر کله چې له انګلستان څخه په یمن کښې د سعودی عربستان د بمباریو د بندیدا لپاره په ریاض د وسلو د نه خرڅولو غوښتنه شوی ده نو لومړۍ وزیرې میرمن «ټریسا مې» ددغه غوښتنې د ردولو په ترڅ کښې ویلی دی لندن له ریاض سره زاړې اړیکې لری .
د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن« ټریسا مې »ویلی دی له سعودی عربستان سره د استخباراتی اطلاعاتو تبادله په انګلستان کښې د ترهګرۍ دمخینوی لپاره ډیره اغیزشیندونکی ده او د هیواد دخلکو د ژوند دساتلو سبب شوی ده خو میرمن« ټریسا مې »په دې اړه توضیحات ورنکړل .
د انګلستان لیبر(Labour) ګوند په حکومت تور لګولی دی چې په سعودی عربستان د وسلو په خرڅولو سره دیمن په اوور تیل شیندی او خپل رول پټوی .
دغه راپور زیاتوی چې دیمن دجنګ په نتیجه کښې تراوسه په لسګونو زره کسان وژل شوی دی چې اکثره یې د بمباریو په وجه دی او دیمن اکثره سیمې د سعودی عربستان د بمباریو په وجه په خرابو بدلې شوی دی .
د سعودی عربستان د بمباریو له کبله په سلګونو زره خلک کډوال شوی .
دیمن خلک هڅه کوی له خپل هیواد څخه خارج ته وتښتی خو د عربستان لخوا د کلابندۍ په خاطر نشی کولای له هیواد څخه بهر ته پناه یوسی .
دسعودی عربستان لخوا د یمن د بندرونو د کلابندۍ او بایکاټ په خاطر دهیواد په سلګونو زره خلک له ناوړه خواړو او ډول ډول ناروغیو سره مخ شوی دی .
ملګروملتونو ویلی دی چې دیمن اته(۸) میلیونه خلک له قحطۍ سره مخ دی .
همدغه وجه ده چې د وسلو دتجارت ضد د موسسې ویندوی وایی حاضردمه له هغه اندازې چې بیان شوی ده زیات په سعودی عربستان وسلې خرڅیږی .
که چیرې امریکا او انګلستان په سعودی عربستان د وسلو خرڅول بند کړی نو په اتو څلویښتو(۴۸) ساعتونو کښې په یمن د عربستان بمبارې بندیږی .
دیمن له جنګ څخه د وروسته شمیرنو پراساس په عربستان دانګلستان د وسلو خرڅول پینځه(۵) برابره زیات شوی دی چې دغه چاره د بریتانیا د شرکتونو د تجارت د غوړیدا سبب شوی ده.
له ۲۰۱۵ میلادی کال وروسته د سعودی عربستان پوځی بودجه دوه(۲) برابره زیاته شوی ده چې اوس نهه اتیا(۸۹) میلیارډه ډالرو ته رسیدلی دی او دغه چاره د انګلستان د شرکتونو دتجارت د زیاتیدا سبب شوی ده چې همدا اوس درې اتیا(۸۳) میلیارډه ډالرو ته رسیدلی ده .
د ملګروملتونو د وسلو د تجارت ضد موسسې ویلی دی د انګلستان وسلې په سعودی عربستان خرڅولو ته ډیر لیواله دی او د لندن لپاره د انسانانو ژوند هیڅ ارزښت نلری .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر
د ۲۰۱۸ میلادی کال د مارچ دمیاشتې اتمه نیټه