دایران په ضد دنوی بندیزلپاره هیڅ ډول وړاندیزنشته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67741-دایران_په_ضد_دنوی_بندیزلپاره_هیڅ_ډول_وړاندیزنشته
دجرمنی خارجه وزیر هایکو ماس هم نن په بروکسل کې د اروپائی اتحادئې د خارجه وزیرانو له غونډې مخکې په یولړ څرګندونو کې له ایران سره ایټمی موافقه ډیره مهمه وبلله او د دغې نړیوالې موافقې دساتنې او دوام لپاره ئې له خپلو اروپائی همڅنګو په تیره بیا د فرانسې او بریتانیا له خارجه وزیرانو سره دسلامشورو پر دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2018 14:42 Asia/Kabul
  • دایران په ضد دنوی بندیزلپاره هیڅ ډول وړاندیزنشته

دجرمنی خارجه وزیر هایکو ماس هم نن په بروکسل کې د اروپائی اتحادئې د خارجه وزیرانو له غونډې مخکې په یولړ څرګندونو کې له ایران سره ایټمی موافقه ډیره مهمه وبلله او د دغې نړیوالې موافقې دساتنې او دوام لپاره ئې له خپلو اروپائی همڅنګو په تیره بیا د فرانسې او بریتانیا له خارجه وزیرانو سره دسلامشورو پر دوام ټینګار وکړ.

 دجرمنی خارجه  وزیر همدرااز   ټینګار کړی،  اروپائی اتحادیه  له ایران سره  دایټمی موافقې  په ساتنې پسې ده .

 همداراز دفرانسې خارجه وزیر  ژان  ایولودریّن هم  دجامعې ایټمی موافقې  داستنې او داجرا پر دوام ټینګار کړی دی.

 همداراز د  اروپائی اتحادئې  دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی  هم نن په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ،  په بروکسل کې   داروپائی اتحادئې د بهرنیو  چارو د شورا  په نننۍ غونډې کې  دجامعې ایټمی موافقې  داجرا  د دوام لارې چارې ارزوی  او  دایران په ضد د نوی بندیز  لپاره هیڅ ډول وړاندیز  نه دی مطرح شوی .