دقطر امیر روسیې ته سفر کوی
شیخ تمیم لومړنی بهرنی لوړپوړی چاروکی دی ، چې د روسیې دولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته دغه هیواد ته سفر کوی او له ولادیمیر پوتین سره به لیده کاته وکړی .
ا یرنا خبری آژانس راپورورکړ د قطر امیر شیخ تمیم بن حمدآل ثانی نن په یوه سفر کې روسیې ته ځی څو د دغه هیواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین او نورو لوړپوړو سیاسی او پوځی چارواکو سره لیده کاته وکړی .
ټاکل شوې ده په دغه سفر کې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ په تیره بیا دانرژۍ ،اقتصاد، اوتجارت په زمینې کې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ دلارو چارو دپراختیا او دغه راز دپوځی اړیکو د پیاوړی کولو چارې هم ورازول شی .
شیخ تمیم لومړنی بهرنی لوړپوړی چاروکی دی ، چې د روسیې دولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته دغه هیواد ته سفر کوی او له ولادیمیر پوتین سره به لیده کاته وکړی .
قطر او روسیې د ۲۰۱۷ په اکتوبر کې دوحې ته د روسیې د دفاع وزیر سرګئ شویګو په سفر کې دګډو پوځی ملګرتیاؤ تړون هم لاسلیک کړی دی .
دغه تړون د قطر ددفاع وزارت او دروسیې د روسو بورن اکسپورټ نومې شرکت ترمینځ لاسلیک شوی دی . دسیمې کارپوهان او شناندی له سعودی عربستان سره دقطر داړیکو له ترینګلتیاؤ وروسته ماسکو ته دقطر دامیر سفر ډیر مهم ارزوی .