امریکا ، عربستان او اماراتو د ایران ضد د غونډو موافقه وکړه
-
امریکا ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او دغه راز انګلستان ، فرانسه دترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره مالي مرسته کونکي هیوادونه دي .
«سپوتینک »خبری اژانس راپور ورکړ سپینې ماڼۍ په یوه (۱)راپور کښې له ایران سره دمقابلې لپاره د منظمو غونډو دجوړولو لپاره د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او دامریکا د ملی امنیت د سلاکارانو د موافقې خبر ورکړ .
سپینې ماڼۍ په یوه(۱) راپور کښې په امریکا کښې دامریکا ، سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د ملی امنیت دسلاکارانو د تیرې جمعې ورځې کتنې ته په اشارې سره ادعا وکړه په دغه کتنې کښې د مهمو ستراتیژیکو مسائلوپه اړه بحث وشو او ددرې واړو هیوادونو چارواکو دایران له نفوذ سره د مقابلې لپاره دګډو هڅو غوښتنه وکړه .
د امریکا ، عربستان او دمتحده عربی اماراتو چارواکو په واشنګټن کښې موافقه وکړه چې په منظم ډول درې اړخیزه غونډې ترسره کړی .
دغه غونډې په داسې حال کښې کیږی چې دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د څوارلس(۱۴) ورځې سفر لپاره امریکا ته تللی دی .
امریکا ، سعودی عربستان ، متحده عربی امارات او دغه راز انګلستان ، فرانسه ، قطر، ترکیه ، اردن ،اسرائیل ، کویت ، بحرین وغیره په سوریې ، عراق ، لیبیا او نوروډیروهیوادونو کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی مرسته کونکی هیوادونه دی .