امریکا ، عربستان او اماراتو د ایران ضد د غونډو موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68104-امریکا_عربستان_او_اماراتو_د_ایران_ضد_د_غونډو_موافقه_وکړه
«سپوتینک »خبری اژانس راپور ورکړ سپینې ماڼۍ په یوه (۱)راپور کښې له ایران سره دمقابلې لپاره د منظمو غونډو دجوړولو لپاره د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او دامریکا د ملی امنیت د سلاکارانو د موافقې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 00:42 Asia/Kabul
  • امریکا ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او دغه راز انګلستان ، فرانسه  دترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره مالي مرسته کونکي هیوادونه دي .
    امریکا ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او دغه راز انګلستان ، فرانسه دترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره مالي مرسته کونکي هیوادونه دي .

«سپوتینک »خبری اژانس راپور ورکړ سپینې ماڼۍ په یوه (۱)راپور کښې له ایران سره دمقابلې لپاره د منظمو غونډو دجوړولو لپاره د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او دامریکا د ملی امنیت د سلاکارانو د موافقې خبر ورکړ .

سپینې ماڼۍ په یوه(۱) راپور کښې په امریکا  کښې دامریکا ، سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د   ملی امنیت دسلاکارانو د تیرې جمعې ورځې کتنې ته په اشارې سره ادعا وکړه په دغه کتنې کښې د مهمو ستراتیژیکو مسائلوپه اړه بحث وشو او ددرې واړو هیوادونو چارواکو دایران له نفوذ سره د مقابلې لپاره دګډو هڅو غوښتنه وکړه .

د امریکا ، عربستان او دمتحده عربی اماراتو چارواکو په واشنګټن کښې موافقه وکړه چې په منظم ډول درې اړخیزه غونډې ترسره کړی .

دغه غونډې په داسې حال کښې کیږی چې دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د څوارلس(۱۴) ورځې سفر لپاره امریکا ته تللی دی .

امریکا ، سعودی عربستان ، متحده عربی امارات او دغه راز انګلستان ، فرانسه ، قطر، ترکیه ، اردن ،اسرائیل ، کویت ، بحرین وغیره په سوریې ، عراق ، لیبیا  او نوروډیروهیوادونو کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی مرسته کونکی هیوادونه دی .