دامریکا د قربانیانو کورنۍ د عربستان پرضد شکایت کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68746-دامریکا_د_قربانیانو_کورنۍ_د_عربستان_پرضد_شکایت_کوی
زمونږخبریال وایی د امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې د ترهګرو حملو د قربانیانو کورنۍ په بریدونو کښې د سعودی عربستان د لاس لرلو په دلیل د ریاض پرضد په یوه(۱) شکایت کښې نوی فیصلې اعلانوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2018 01:58 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .
    سعودي عربستان په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .

زمونږخبریال وایی د امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې د ترهګرو حملو د قربانیانو کورنۍ په بریدونو کښې د سعودی عربستان د لاس لرلو په دلیل د ریاض پرضد په یوه(۱) شکایت کښې نوی فیصلې اعلانوی .

ټاکل شوی ده چې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې غړی سناتور ریچارډ بلومینټال (Richard Blumental) او د سپتمبر دیولسمې (۱۱)نیټې دحملو د وژل شویو  کسانو کورنۍ سبا د هیواد د هارټفورډ دفیډرال محکمو د ودانیو مخ ته  د ریاض پرضد نوی اقدامات په ډاګه کړی .

د۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې دیولسمې(۱۱) نیټې د قربانیانو کورنیو په ۲۰۰۳ میلادی کال کښې هم د ترهګرو حملو د عاملانو دملاتړ په دلیل د سعودی عربستان پرضد شکایت کړی وو .

په امریکا کښې د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې د یولسمې (۱۱)نیټې له نولسو(۱۹) حمله کونکو څخه پینځلس(۱۵) د سعودی عربستان ښاریز وو.

سعودی عربستان په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .