فرانسه دایران د محدودولو لپاره له عربستان سره تفاهم لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68944-فرانسه_دایران_د_محدودولو_لپاره_له_عربستان_سره_تفاهم_لری
فارس خبری اژانس وایی دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون پرون د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د نظر دجلبولو په لړ کښې ټینګار وکړ پاریس له ریاض سره دهغه څه په اړه چې دایران د سلطې غوښتل یې وبلل تفاهم لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2018 00:11 Asia/Kabul
  • فرانسه له امریکا او انګلستان وروسته په سعودي عربستان د ډول ډول وسلو دریم(۳) ستر پلورونکی هیواد دی .
    فرانسه له امریکا او انګلستان وروسته په سعودي عربستان د ډول ډول وسلو دریم(۳) ستر پلورونکی هیواد دی .

فارس خبری اژانس وایی دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون پرون د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د نظر دجلبولو په لړ کښې ټینګار وکړ پاریس له ریاض سره دهغه څه په اړه چې دایران د سلطې غوښتل یې وبلل تفاهم لری .

فرانسه له امریکا او انګلستان وروسته په سعودی عربستان د ډول ډول وسلو دریم(۳) ستر پلورونکی هیواد دی .

سعودی عربستان  دامریکا ، انګلستان او دفرانسې جوړې وسلې د یمن د مظلومو خلکو پرضد کاروی .

دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون په پاریس کښې د سعودی عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل پاریس او ریاض د اټومی  موافقې د مادو د بدلولو د ضرورت په اړه تفاهم لری خو  په دغه نړیوال تړون کښې دبدلون د څرنګوالی په اړه ددواړو هیوادونو د نظر څرنګوالی سره فرق لری .

دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان هم په دغه خبری کانفرنس کښې لومړۍ دایران داسلامی جمهوریت پرضد تورونه ولګول او دایران دښاریزو لپاره یې د عربستان د زړه سواندی ادعا وکړه .

د عربستان ولی عهد چې هیواد یې د القاعده او دنورو ترهګرو ډلو اصلی زیږنځاې دی دغه راز  له ترهګرو ډلو د ایران دملاتړ ادعا وکړه .

محمد بن سلمان دخپلو چټی خبرو په دوام کښې اټومی تړون ته په اشارې سره وویل ایران نن سبا د  اټومی بم جوړولو ته یو(۱) یا دوه کاله واټن لری خو په ۲۰۲۵ میلادی کال کښې به ایران د اټومی وسلو جوړولو ته یوازې څو ورځې واټن ولری .

د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان دغه چټی څرګندونې په داسې حال کښې دی چې ملګروملتونو، امنیت شورا او د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه په ځلونو د ایران د اټومی فعالیتونو په سوله ایزوالی ټینګار کړی دی .