فرانسه دایران د محدودولو لپاره له عربستان سره تفاهم لری
-
فرانسه له امریکا او انګلستان وروسته په سعودي عربستان د ډول ډول وسلو دریم(۳) ستر پلورونکی هیواد دی .
فارس خبری اژانس وایی دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون پرون د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د نظر دجلبولو په لړ کښې ټینګار وکړ پاریس له ریاض سره دهغه څه په اړه چې دایران د سلطې غوښتل یې وبلل تفاهم لری .
فرانسه له امریکا او انګلستان وروسته په سعودی عربستان د ډول ډول وسلو دریم(۳) ستر پلورونکی هیواد دی .
سعودی عربستان دامریکا ، انګلستان او دفرانسې جوړې وسلې د یمن د مظلومو خلکو پرضد کاروی .
دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون په پاریس کښې د سعودی عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل پاریس او ریاض د اټومی موافقې د مادو د بدلولو د ضرورت په اړه تفاهم لری خو په دغه نړیوال تړون کښې دبدلون د څرنګوالی په اړه ددواړو هیوادونو د نظر څرنګوالی سره فرق لری .
دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان هم په دغه خبری کانفرنس کښې لومړۍ دایران داسلامی جمهوریت پرضد تورونه ولګول او دایران دښاریزو لپاره یې د عربستان د زړه سواندی ادعا وکړه .
د عربستان ولی عهد چې هیواد یې د القاعده او دنورو ترهګرو ډلو اصلی زیږنځاې دی دغه راز له ترهګرو ډلو د ایران دملاتړ ادعا وکړه .
محمد بن سلمان دخپلو چټی خبرو په دوام کښې اټومی تړون ته په اشارې سره وویل ایران نن سبا د اټومی بم جوړولو ته یو(۱) یا دوه کاله واټن لری خو په ۲۰۲۵ میلادی کال کښې به ایران د اټومی وسلو جوړولو ته یوازې څو ورځې واټن ولری .
د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان دغه چټی څرګندونې په داسې حال کښې دی چې ملګروملتونو، امنیت شورا او د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه په ځلونو د ایران د اټومی فعالیتونو په سوله ایزوالی ټینګار کړی دی .