واشنګټن،ریاض اوتل ابیب دمسلمانانوپه تفرقې پسې دي
دتهران دجمعې لمانځه موقته خطیب دسعودی عربستان د ولی عهد ایرانی ضد څرګندونو ته په اشارې سره هم روښانه کړې ، ریاض دیوه داسې بې دینه او کم عقله ولی عهد په لاس کې دی ، چې له صهونیسټانو او امریکا سره په سازباز سره ئې له هغوی سره خپلې ملګرتیاوې او یو ځای کیدا نندارې ته وړاندې کړې ده، اسلامی نړۍ باید د امریکا ،صهونیست رژیم او عربستان دسپیرۀ او خبیث مثلث په وړاندې دکلمې وحدت وساتی .
زمونږخبریال راپورر اکړ ، دتهران دجمعې لمانځه موقته خطیب آیت ا...محمد امامی کاشانی نن د جمعې لمانځه په خطبو کې اسلامی امت ته د ګوزار د ورکولو لپاره د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره ووئیل ،دسعودی عربستان د وهابی حکومت دجوړولو اساس د تکفیری تفکر رامینځةکول او خورول دی ، چې په اسلام دګوزار کولو او د درز اوتفرقې رامینځةکولو لپاره راپنځول شوی دی .
آیت ا...امامی کاشانی ددې خبرې په کولو سره چې امریکا ،صهونیسټ رژیم اوسعودی عربستان دشهادت دمکتب په له مینځه وړلو پسې دی ، زیاته کړې ، ددښمنانو د سترګو په ړندیدو سره به د شهادت فرهنګ ورځ تر بلې لا پراخ شی .
دتهران دجمعې لمانځه موقته خطیب دسعودی عربستان د ولی عهد ایرانی ضد څرګندونو ته په اشارې سره هم روښانه کړې ، ریاض دیوه داسې بې دینه او کم عقله ولی عهد په لاس کې دی ، چې له صهونیسټانو او امریکا سره په سازباز سره ئې له هغوی سره خپلې ملګرتیاوې او یو ځای کیدا نندارې ته وړاندې کړې ده . آیت ا... ا مامی کاشانی ټینګار کړی ، اسلامی نړۍ باید د امریکا ،صهونیست رژیم او عربستان دسپیرۀ او خبیث مثلث په وړاندې دکلمې وحدت وساتی