د امریکا، عربو او دصهیونیسټ رژیم سیاستونو ماتی خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69158-د_امریکا_عربو_او_دصهیونیسټ_رژیم_سیاستونو_ماتی_خوړلی_ده
دعربو د چارو سیاسی کارپیژاندی حسن هانی زاده له فارس خبری اژانس سره په مرکه کښې په سوریې د امریکا ، انګلستان او د فرانسې د جنایتکاره حملې په اړه وویل له ترهرو ډلو د غوطه شرقی سیمې پاکول د سعودی عربستان، د صهیونیسټ رژیم د انګلستان، د فرانسې او د امریکا د ګډو سیاستونو ماتی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 00:16 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د سویرې د حساسو مرکزونو په اړه ټول معلومات امریکا ، انګلستان او فرانسې ته ورکړي وو .
    صهیونیسټ رژیم د سویرې د حساسو مرکزونو په اړه ټول معلومات امریکا ، انګلستان او فرانسې ته ورکړي وو .

دعربو د چارو سیاسی کارپیژاندی حسن هانی زاده له فارس خبری اژانس سره په مرکه کښې په سوریې د امریکا ، انګلستان او د فرانسې د جنایتکاره حملې په اړه وویل له ترهرو ډلو د غوطه شرقی سیمې پاکول د سعودی عربستان، د صهیونیسټ رژیم د انګلستان، د فرانسې او د امریکا د ګډو سیاستونو ماتی ده .

هغه وویل د سوریې پرضد د امریکا ، انګلستان او دفرانسې حمله له مخکې څخه یوه(۱) پلان شوی سناریو(Scenario) وه چې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو له ماتی وروسته اجرا شوه .

د عربو دچارو دغه کارپیژاندی په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان او صهیونیسټ رژیم په سوریې دامریکا او دهغې دملګرو هیوادونو د حملې اصلی ملاتړی دی وویل صهیونیسټ رژیم د سوریي  د حساسو مرکزونو په اړه ټول معلومات امریکا ، انګلستان او فرانسې ته ورکړی وو .

هانی زاده ډاګینه کړه د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان امریکا، انګلستان او فرانسې ته په خپلو ورستیو سفرونو کښې دغو دریو(۳) هیوادونو ته د میلیارډونو ډالرو رشوتونو په ورکولو سره دنوموړیو  هیوادونو چارواکی په تیره بیا دامریکا ولسمشر ټرمپ وهڅوه چې په سوریې حمله وکړی .

هغه وویل د سوریې حکومت او د مقاومت چورلیز له ترهګرو ډلو د غوطه شرقی سیمې پاکولو ته پام سره یوبل ستر بریالیتوب رامینځته کړ .