دلویدیځ برید د سوریې دتوغندیو توان ثابت کړ
-
دغو حملو له دې زیات چې سوریې ته تاوان ورسوي په نړیوال ډګر کښې د امریکا حیثیت ته تاوان رسولی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د ولسمشر د سیاسی او درسنیو دچارو سلاکارې میرمن « بثنیه شعبان »وویل په سوریې د امریکا، بریتانیا او د فرانسې حملې د هیواد توغندوی توان ثابت کړ .
هغه نن د روسیې له «روسسکایا ګازتا »ورځپاڼې سره په مرکه کښې د امریکا او دهغې د متحدانو له حملو سره د سوریې د دافع هوا سیسټم مقابلې ته په اشارې سره چې وتوانید د امریکا، بریتانیا او د فرانسې د یواویا(۷۱) توغندیو مخه ونیسی او هغه تباه کړی وویل دغه حملې د سوریې په توغندوی توان او دمقاومت د چورلیز په قدرت د لویدیځ دائتلاف د اعتراف ښودنه کوی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په سوریې د لویدیځ ائتلاف دحملې په اړه وویل دغو حملو له دې زیات چې سوریې ته تاوان ورسوی په نړیوال ډګر کښې د امریکا حیثیت ته تاوان رسولی دی .
امریکا، بریتانیا او فرانسې په تیرې شنبې ورځ د دمشق ښار په غوطه شرقی کښې په دوما سیمه کښې له کیمیاوی وسلو د سوریې د حکومت د استفادې په ادعا سره په حمص او دمشق کښې یه یوشمیر هدفونو یوسل لس(۱۱۰) توغندی وویشتل .