دلویدیځ برید د سوریې دتوغندیو توان ثابت کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69326-دلویدیځ_برید_د_سوریې_دتوغندیو_توان_ثابت_کړ
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د ولسمشر د سیاسی او درسنیو دچارو سلاکارې میرمن « بثنیه شعبان »وویل په سوریې د امریکا، بریتانیا او د فرانسې حملې د هیواد توغندوی توان ثابت کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2018 09:06 Asia/Kabul
  • دغو حملو له دې زیات چې سوریې ته تاوان ورسوي په نړیوال ډګر کښې د امریکا حیثیت ته تاوان رسولی دی .
    دغو حملو له دې زیات چې سوریې ته تاوان ورسوي په نړیوال ډګر کښې د امریکا حیثیت ته تاوان رسولی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د ولسمشر د سیاسی او درسنیو دچارو سلاکارې میرمن « بثنیه شعبان »وویل په سوریې د امریکا، بریتانیا او د فرانسې حملې د هیواد توغندوی توان ثابت کړ .

هغه نن د روسیې له «روسسکایا ګازتا »ورځپاڼې سره په مرکه کښې د امریکا او دهغې د متحدانو له حملو سره د سوریې د دافع هوا سیسټم مقابلې ته په اشارې سره چې وتوانید د امریکا، بریتانیا او د فرانسې د یواویا(۷۱) توغندیو مخه ونیسی او هغه تباه کړی وویل دغه حملې د سوریې په توغندوی توان او دمقاومت د چورلیز په قدرت د لویدیځ  دائتلاف د اعتراف ښودنه کوی .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په سوریې د لویدیځ ائتلاف دحملې په اړه وویل دغو حملو له دې زیات چې سوریې ته تاوان ورسوی په نړیوال ډګر کښې د امریکا حیثیت ته تاوان رسولی دی .

امریکا، بریتانیا  او فرانسې په تیرې شنبې ورځ  د دمشق ښار په غوطه شرقی کښې په دوما سیمه کښې له کیمیاوی وسلو د سوریې د حکومت د استفادې په ادعا سره په حمص او دمشق کښې یه یوشمیر هدفونو یوسل لس(۱۱۰) توغندی وویشتل .