دسوریې کړکیچ په سیاسی خبرو سره حل کیدلای شی
-
د سوریې دکړکیچ په ارتباط د ملګروملتونو د امنیت شورا دغړیو د راغونډولو لپاره اوږده لاره مخ ته پراته ده .
زمونږخبریال وایی د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش دسویډن په جنوب کښې دسوریې په اړه د غونډې له جوړیدا مخکې ټینګار وکړ دسوریې شخړه یوازې په سیاسی خبرو سره د هواری وړ ده .
هغه ټینګار وکړ په سوریې کښې د ثبات او پایدار صلحې ټینګیدل یوازې د سیاسی خبرو له لارې امکان لری .
ګوتریش په عین حال کښې اعتراف وکړ د سوریې دکړکیچ په ارتباط د ملګروملتونو د امنیت شورا دغړیو د راغونډولو لپاره اوږده لاره مخ ته پراته ده .
دسویډن په جنوب کښې دسوریې په اړه غونډې کښې په دغه هیواد کښې دملګروملتونو د ماموریت دپیاوړتیا او دهغه د لا فعال رول په اړه غور وشو .
دغه غونډه په داسې حال کښې وشوه چې امریکا د فرانسې او دانګلستان په ملګرتیا سره د اپریل دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه په دوما سیمه کښې د کیمیاوی وسلو دکارولو په تور دملګروملتونو دامنیت شورا له اجازې پرته په سوریې پوځی تیری وکړ .