دسوریې کړکیچ په سیاسی خبرو سره حل کیدلای شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69632-دسوریې_کړکیچ_په_سیاسی_خبرو_سره_حل_کیدلای_شی
زمونږخبریال وایی د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش دسویډن په جنوب کښې دسوریې په اړه د غونډې له جوړیدا مخکې ټینګار وکړ دسوریې شخړه یوازې په سیاسی خبرو سره د هواری وړ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 00:43 Asia/Kabul
  • د سوریې دکړکیچ په ارتباط د ملګروملتونو د امنیت شورا دغړیو د راغونډولو لپاره اوږده لاره مخ ته پراته ده .
    د سوریې دکړکیچ په ارتباط د ملګروملتونو د امنیت شورا دغړیو د راغونډولو لپاره اوږده لاره مخ ته پراته ده .

زمونږخبریال وایی د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش دسویډن په جنوب کښې دسوریې په اړه د غونډې له جوړیدا مخکې ټینګار وکړ دسوریې شخړه یوازې په سیاسی خبرو سره د هواری وړ ده .

هغه ټینګار وکړ په سوریې کښې د ثبات او پایدار صلحې ټینګیدل یوازې د سیاسی خبرو له لارې امکان لری .

ګوتریش په عین حال کښې اعتراف وکړ د سوریې دکړکیچ په ارتباط د ملګروملتونو د امنیت شورا دغړیو د راغونډولو لپاره اوږده لاره مخ ته پراته ده .

دسویډن په جنوب کښې دسوریې په اړه غونډې کښې په دغه هیواد کښې دملګروملتونو د ماموریت دپیاوړتیا او دهغه د لا فعال رول په اړه غور وشو .

دغه غونډه په داسې حال کښې وشوه چې امریکا د فرانسې او دانګلستان په ملګرتیا سره د اپریل دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه په دوما سیمه کښې د کیمیاوی وسلو دکارولو  په تور دملګروملتونو دامنیت شورا له اجازې پرته په سوریې پوځی تیری وکړ .